پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+مصنوعي ذهانت د انسان په ذهن کې ګرځېدونکي شیان انځوروي

مصنوعي ذهانت د انسان په ذهن کې ګرځېدونکي شیان انځوروي

تاند- د مصنوعي ذهانت روباټونه په درسته نړۍ کې په ډیرېدو دي او په هره برخه کې ورڅخه کار اخیستل کېږي.

یوه نوې څېړنه ښيي چې مصنوعي ذهانت د انسان پر ذهن پوهېدای او بېرته تصویر انځورولی شي.

مصنوعي ذهانت د تصویرونو د جوړولو لپاره د انسان د مازغو پر فعالیت متکي دي او په اسانه د مازغو سکن پر هغسي تصویرونو بدلولی شي چې انسان لیدلي دي.

د دې څېړنې پایلې په وروستیو ورځو کې څرګندې شوي او ژر به د کمپیوټر د راتلونکې په یوه کنفرانس کې وړاندې شي.

څېړونکي فکر کوي چې دا ټکنالوژي له انسان سره د هغه د خوبونو په تعبیرولو کې مرسته کولی او حتي هغو انسانانو ته چې سل په سلو کې نابینا دي تر ډیره مرسته کولی شي.

دا څېړنه جاپاني ساینسپوهانو کړې. دوی په دې څېړنه کې برخوالو ته څینې شیان ورکړل چې ویې ګوري. دوی خپل خپل مازغه سکن کړي وو او وروسته مصنوعي ذهانت ته وښودل شول چې د سکن شويړ شیانو کود مات کړي او تصویر ورڅخه بېرته جوړ کړي.

د مصنوعي ذهانت په اړه تر دې مخکې کوریايي څېړونکو ویلي و چې د ښو خوړو د تیارولو لپاره یې د مصنوعي ذهانت داسې سیستم اختراع کړی چې دا معلوموي چې کوم خواړه له یو بل سره یوځای شي.

د سوني کمپنۍ او د کوریا پوهنتون څېړونکي وايي، اشپزان عموماً د حدس و ګومان له مخې خواړه له یو بل سره یوځای کوي، خو دا سیستم چې پرمختللی دی په علمي ډول راښيي چې کوم مواد سره یوځای کړو چې هم یې خوند ښه وي او هم ګټور وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب