سه شنبه, اپریل 16, 2024
Home+د پسرلی موسم په اړه د پوهانو پخې خبرې

د پسرلی موسم په اړه د پوهانو پخې خبرې

ژباړه: ذبیح الله رحیمزی

د پسرلي ښاېست په دې کې دی چې د ژمي د یخنۍ وروسته او د اوړي د ګرمۍ مخکې وي. (والت ویتمن)

وړاندې تر دې چې منی راورسېږي له پسرلي ګټه واخله. (ویکتور هوګو)

که چېرې هیله مند اوسو د کال څلور واړه فصلونه پسرلی دی. (ماکیاولي)

له ژمي تر پسرلي یوازې یوه شېبه ده، مګر له پسرلي تر ژمي ورځې، اونۍ او میاشتې تېرېږي. (فردریک شوپن)

هر څوک چې د پسرلي مهرباني غواړي باید د ژمي سختي وزغمي.
(ژان ژاک روسو)

ټول پسرلي یو ډول وي، موږ یو چې هر پسرلی په یو بل ډول وینو.
(برونلس کو)

پسرلی هم د نورو فصلونو په څېر یو فصل دی، موږ د هغې په اړه ډېر تبلیغ کوو. (فرانسوا موریاک)

په پسرلي پورې ډېرې هیلې مه تړه چې منی پسې را روان دی. (ګوګول)

پسرلی د هیلو، احساس، مینې او ځوانۍ فصل دی. (شارلوت برونته)

پسرلی ښاېسته دی، مګر د زړه پسرلی تر ټولو ښاېسته وي.
(مېشل سرو انتس)

په پسرلي باور مه کوه چې هره شېبه یې شکل بدلېدونکی دی. (توماس مان)

د خوشاله زړه لپاره هر فصل پسرلی دی. (اګوست کنت)

د پسرلي ښاېست د هغه غمونو په خاطر دی چې مو په ژمي کې زغملي دي. (دانته)

که چېرې پسرلی نه وای طبیعت به هېڅکله ځوان نه وای. (لابرویر)

د پسرلي د معجزې تمه مه لرئ، معجزه په تقدیر او تدبیر کې ده.
(ژر سیمونن)

د پسرلي یوازینی عیب دادی چې د ډېرو ښو سربېره بې دوامه وي.
(فنلون)

که غواړې د پسرلي ډېر خوند واخلې ژمی دې په یاد راوله. (مندلسون)

له پسرلي هم خپله او هم نور پرېږده چې خوند واخلي. (آنتون چخوف)

پسرلی د ټولو لپاره دی، نه سرحد پېژني او نه قانون. (تنسي ویلیامز)

هر پسرلی ستا د یو کال عمر او ځوانۍ په بیه تمامېږي. (ژر ژ براک)

هېڅ پسرلی بې خزانه نه دی، پرته د هنر او ادب له پسرلي. (پابلو پیکاسو)

ګل بې پسرلي کېږي، خو هېڅکله هم په طبیعت کې پسرلی بې ګله نه وي. (آناتول فرانس)

په هیلو سره کولای شو له ټولو فصلونو پسرلی جوړ کړو. (پرل. سي. باک)

نه بې ګله پسرلی پوره دی او نه له بلبله بغېر ګل. (ماکیسم ګورګي)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب