سه شنبه, مارچ 19, 2024
Homeخبرونهد پښتونخوا اوسیدونکي: پاکستاني استخبارات دې زموږ ورک کړي خپلوان بیرته راکړي

د پښتونخوا اوسیدونکي: پاکستاني استخبارات دې زموږ ورک کړي خپلوان بیرته راکړي

تاند:( چار شنبه، د حمل ۲)  د پښتونخوا یو شمېر اوسیدونکو په باړه کې د اعتراضیه غونډې پر مهال له پاکستاني ادارو غوښتي، چې د کورنیو نادرکه کړي غړي یې پيدا او ور وسپاري.

د پاکستان استخبارات له ډېرو کلونو راهیسې ملتپال پښتانه او بلوچان نادرکه کوي، چې ځینې تر پایه ورک وي او د ځینو جسدونه وروسته موندل کیږي.

 د باړې د غونډې ویناوالو په ښکاره د پاکستان استخباراتو ته ګوته ونه شوه نیولی، خو بلوڅ ملتپال تل وایي چې پاکستاني استخبارات د دوی فعالان او د سر کسان نادرکه کوي.

د پاکستان حکومت د ورکو شویو کسانو لپاره ځانګړی کمیسون جوړ کړی، چې دغه کمیسیون له ټول حکومتي اغېزمنتوب سره په ۲۰۲۲ کې د ۸۶۰ کسانو د ورکیدو قضیې تایید کړې.

 دغه کمیسیون منلې وه، چې د ورکو شویو کسانو زیاته برخه یې د پښتونخوا ایالت نه ثبت کړي دي.

1 COMMENT

  1. اوس سوال دلته دا پیدا کیږي چې جنګې جرمونو نړیواله محکمه ICC ولې د پاکستان او همدارنګه د همدې پاکستان پوځیانو او استخباراتو له لوری ۴۵ کالو کې په افغان وژنې په اړه ولې پلټنه نه کوی همدا اوس ښکته پښتانه نادرکه دې مګر ټول غربې، شرقی او اروپایی حقوقی او بشری سازمانونه د دوی غږ نده اوریدلې او نه یی هم اوری ، ددې پخاطر چې پښتانه ورته بشر نه ښکارې، کچیری دوي ته افغانان اوښکته پښتانه بشر ښکاریدلې نو له ناټو، آیساف، امریکا برتانیی، فرانسی او همدارنګه له پاکستان او ایران او له شوروی اتحاد هیوادونو څخه پوښتنه کړي وایی همدارنګه انګریزانو ۳ ځلې په افغانستان یرغل وکړ (۳ واري یی انسانان ووژل) د همدوی شهزاده چې هلمند ته راغلي وو څومره بی ګناه افغانان ووژل مګر همدی محکمې او نور سازمان یی په هکله ګونګیان او کاڼه او ړانده دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب