شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهوزير اکبرخان روغتون کې نوې ودانۍ جوړيږي

وزير اکبرخان روغتون کې نوې ودانۍ جوړيږي

تاند: ( چارشنبه، د کب ۳ ) د ‏عامې روغتیا وزارت وايي، چې په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د رادیو فلوروسکوپي، کلچر، ریکوري، سټنډرډ عملیات خونې، نرس سټېشن، ښځینه اورتوپیدي کلینیک، جومات، لېفټ او ځینې نورې برخې جوړيږي.

د یاد وزارت په وینا؛ دغه‌راز په دې روغتون کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د عصري عملیات خونو څلور پوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه او چارې به یې تر شپږو میاشتو پورې بشپړې شي.

د وزير اکبرخان روغتون ډاکټرانو د دغې پروژې په پیل خوښي ښودلې او ویلي، چې د صحي خدمتونو د کيفيت په لوړیدو کې به مرسته ورسره وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب