سه شنبه, مارچ 19, 2024
Homeخبرونهکابل کې د داعش خلاف د عملياتو خبر ورکړل شوی

کابل کې د داعش خلاف د عملياتو خبر ورکړل شوی

تاند: ( چارشنبه، د کب ۳ ) د طالبانو د رژيم وياند ذبيح‏ الله مجاهد وايي، چې امنيتي ځواکونو ېې تېره شپه د کابل ښار په ۱۲ ناحیه کې د داعش ډلې پر ضد عمليات کړي دي.

د هغه په وينا، دا عمليات د داعشیانو پر يوه پټنځي وشول چې په پايله کې یې د داعش درې مهم غړي ووژل شول او وسلې ، لاسي بمونه، منفجره مواد، په زيات شمير ريموډونه او د ماين جوړونې ډیر وسايل ونیول شول.

مجاهد زياتوي:(( داعشيانو له دغه پټنځای څخه په کابل ښار کې د بريدونو لپاره کار اخيست او پلان يې درلود چې په رمضان مياشت کې په مقدسه اماکنو او ولسي وګړو بريدونه وکړي.))

د طالب ویاند په خبره، په عملياتو کې ولسي وګړو او طالبانو ته زيان نه دی رسيدلی.

داعش ډله معمولا د داسې پېښو په اړه څه نه وايي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په پرله پسې ډول د یادې ډلې د ځپلو او له منځه تلو ادعاوې کوي.

1 COMMENT

  1. دا کار یې له ستاسو زده کړې ده ستاسو هم بیګناه خلک په مسجدونو کې په بمونو الوزول او دې افغان ملت سره مو دشمنی تر اوسه دوام لرې او غواړېې چی دا ملت له منځه یوسې دا اوسنې دشمنی مو خطر ناکه له پخوا نه ده نو ستا او دې داعش په منځ کښې هیڅ کوم فرق نشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب