جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد ملي هويت له نښو سره د طالبانو دښمني؛ د ملي...

د ملي هويت له نښو سره د طالبانو دښمني؛ د ملي بانک لوګو ېې بدله کړه

تاند: (چارشنبه، د کب ۳ ) ‏د طالبانو رژيم د ملي بانک لوګو، چې د افغانستان د ملي بيرغ په رنګونو ښکلې شوې وه، بدله کړې ده.

د ياد شوي بانک لپاره د طالبانو چارواکو د بانک نوې لوګو خپره کړې، چې د خلکو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

لیکوال او سیاسي فعال نجيب ننګیال وايي:(( دې ملت له تاریخي هویت او نښانونو سره دوښمني په اوج کې روانه ده. که دا خلک دوام وکړي د افغانستان به تش نوم پاتې وي او د دې ملت ټول ارزښتونه به محوه شوي اوسي. دا یې هم د افغان ملي بانک څخه د درې رنګونو محوه کولو وروسته نوې لوګو. یوازې حساب نیسئ!..))

طالبانو د خپلې دغې پریکړې دليل نه دی روښانه کړی.

د طالبانو دا ډول کړنې له ملي هويت او نښو سره ېې د دوی دښمني ګڼل کېږي او په پراخه کچه ولسي مخالفتونو سره مخ دي.

1 COMMENT

  1. ملي هویت سره دښمني
    د نجونو تعلیم سره دښمني
    د ښځو کار سره. دښمني .
    افغان تاریخي ویاړنو سره دښمني
    ملی بیرغ سره دښمني.
    نوروز سره دښمني
    انتقاد او مخالف نظر سره دښمني
    د ولس غوښتنو سره دښمني
    ــــــــــــــــــــ

    د هیواد د منورینو او عالمانو غوښتنه نه مني
    د بین المللي ټولنې غوښتنه نه مني
    د اسلامي هیوادونو د ټولنی غوښتنه نه مني
    د خپلی ډلې د یو شمیر نسبتأ پوهو خلکو خبره نه مني.

    آیا تاسو په معاصر تاریخ کې داسی وحشت او بربریت لیدلی یا اوریدلی دی؟؟؟؟

    د ملی بانک لوګو یوازی پدی خاطر چې د ملی بیرغ په رنګونو ښکلی شوی بدلوي او د هغه پر ځای د یهودانو د هیواد( اسرائیل ) دولتي لوګو ته ورته نښان د ملی بانک نښان جوړوي.
    اوس نو تاسو قضاوت وکړۍ چې داسی نظام به دوام ومومي؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب