پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهله پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، زلزلې لږترلږه ۵۰ تنو ته...

له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، زلزلې لږترلږه ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (چهارشنبه، د حمل ۲ مه) له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې د تېرې شپې د سختې زلزلې له کبله تراوسه پورې لږترلږه د ۵۰ تنو مړینه او ټپي کېدا تایید شوې ده.

د دغه وزارت ویندوی شفیع الله رحیمي نن وویل چې لومړني معلومات ښيي چې تر اوو په ډیرو ولایتونو کې زلزلې مرګ ژوبلې او تاوانونه اړولي دي:«په کابل، بدخشان، تخار، پکتیکا، لغمان، بغلان، سمنګان او خوست کې د لومړنیو معلوماتو پر اساس تر پنځوس زیات کسان شهیدان او ټپیان، ۶۳ کورونه بشپړ یا نیمه ویجاړ شوي او یو شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.»

د ډیورند پورې خوا ته په خیبرپښتونخوا کې تراوسه د ۱۱ تنو مړینه او د څه باندې سلو تنو ټپي کېدا تایید شوې ده.

ویره ده چې دواړو خواوو ته به د مرګ ژوبلو حقیقي شمېر تر دې ډیر وي.

دې زلزلې، چې د افغانستان په وخت د شپې په ۹ بجې او ۱۷ دقیقې وشوه، د افغانستان ترڅنګ، پاکستان، هندوستان او تاجکستان هم لړزولی دي. دې زلزلې ۳۰ ثانیې دوام وکړ او د امریکا د جیالوجیکي سروې ادارې د هغه شدت ۶ اعشاریه ۵ اټکل کړ.

د تېر کال په جوزا کې شدیدې زلزلې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې زر تنه مړه کړل او زرګونه خلک بې کوره کړل.

د پکتیکا او خوست زلزلو تر څو میاشتو پورې دوام وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب