چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeکالمونهسړی/سړي/سړې

سړی/سړي/سړې

زهير سپېڅلی
سَړی: مفرد نارينه. ندايه شکل ئې «سړيه» جمع او مغيره بڼه ئې «سړي» راځي.
سړيه! خپل کار کوه!
سړي کار کوي.
سړی پر کار اخته دی.
سړي کار خلاص کړ.
د مجيد قرار بيتونه دي:
د يار پر زړه باندي غباره، سړی څه ووايي
چي دروغجنه شي هينداره، سړی څه ووايي
تا ته مي پټه خوله کتل او ما دغه ويل چي
ستا په ښايست کي به نو ياره، سړی څه ووايي
سَړي: د «سړی» جمع او مغيره حالت. د جمع مغيره حالت ئې «سړيو» راځي.
سړي راغلل.
سړي کتاب ولوست.
سړيو کارونه وکړل.
د هميم جلالزي دا بيتونه:
دوه وای رښتيا سلو کي خوبونه د سړي
نه به وای دا شته مصيبتونه د سړي
ژوند لکه وطن داسي خړ پړ دی خو بيا هم
خوښ ئې شي دا ځيني منظرونه  د سړي
سَړې: صفت دی او د «تودې» ضد استعمالېږي. د «سړه» مغيره او جمع شکل هم دی.
هوا ډېره سړه ده.
سړې هوا ماشومان ناروغه کړل.
نن سړه ورځ ده.
د هغې سړې ورځي کار لا پاته دی.
په ژوند کي سړې او تودې خامخا راځي.
سړې اوبه راوړه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب