سه شنبه, مارچ 19, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، په کابل کې یې د داعش ۳ وسله وال وژلي

طالبان وايي، په کابل کې یې د داعش ۳ وسله وال وژلي

تاند (چهارشنبه، د حمل ۲مه) د طالبانو حکومت وايي جې تېره شپه یې په پلازمېنه کابل کې د داعش د وسله‌والو پر يوه پناهځای عملیات کړي دي.

د طالبانو د حکومت د ویندوی ذبیح الله مجاهد په وینا، دا عملیات د کابل ښار په بتخاک څلور لارې کې، چې د ښار په دوولسمې حوزې پورې تړاو لري، شوي دي. 

ذبيح‌الله مجاهد وايي چې په دې عملياتو کې درې داعشیان وژل شوي دي.

ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، د عملياتو په پای کې امنیتي ځواکونو ته د داعش وسلې، لاسي بمونه، چاودېدونکي مواد او د ماين جوړونې وسايل په لاس ورغلي دي. 

مجاهد وايي، داعش وسله‌والو پلان درلود چې د روژې په مبارکه مياشت کې پر جوماتونو او ملکي وګړو بريدونه وکړي.

په وروستیو کې په افغانستان کې د داعش له لوري بریدونه زیات شوي او په عین حال کې طالبانو د دې ډلې پر پټنځایونو بریدونه ډیر کړي دي. تېره اوونۍ په مزارشریف ښار کې د داعش پر څو پټنځایونو بریدونه وشول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب