سه شنبه, مارچ 19, 2024
Homeخبرونهننګرهار: يوه کس خپله مېرمنه وژلې او ۳ اولادونه یې ټپيان کړي

ننګرهار: يوه کس خپله مېرمنه وژلې او ۳ اولادونه یې ټپيان کړي

تاند: ( چارشنبه، د کب ۳ ) د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې تېره شپه يو تن د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړي، چې له امله يې مېرمن وژل شوې او دوه زامن او يوه لور يې ټپیان شوي دي.

ځايي سرچينو رسنیو ته دغه پېښه او د مرګ ژوبلې ارقام تایید کړي، خو وايي د پېښې عامل له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.

ويل شوي، چې د پېښې ټپيان حوزوي روغتون ته لېږدول شوي .

د طالبانو ځايي چارواکو هم ياده پېښه تاييد کړې، خو په اړه یې نور جزییات نه دي ويلي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته، په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورين پراخ شوی، چې د کورني تاوتریخوالي کچه هم ورسره لوړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب