شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د مالیې وزیر د افغانستان بانک ريیس وګومارل شو

د طالبانو د مالیې وزیر د افغانستان بانک ريیس وګومارل شو

تاند(چهارشنبه، د حمل ۲ مه) له اوازو وروسته چې ګنې د طالبانو د حکومت د مالیې وزیر ملا هدایت الله بدري له دندې استعفا کړې، نن د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې ملا هدایت الله بدري د افغانستان بانک سرپرست ګومارل شوی دی.  

ملا هدایت الله بدري د طالبانو حکومت د کابینې له اعلان له لومړۍ ورځې تر دې دمه د مالیې سرپرست وزیر و. 

څو ورځې وړاندې ځینې داسې اوازې هم خپرې شوې چې ملا هدایت الله بدري د طالبانو له مشر ملا هیبت الله اخوندزاده سره د عوایدو په سر د اختلاف له امله استعفا کړې ده خو د طالبانو حکومت ویاند بیا دا اوازه رد کړې وه.  

مجاهد په دې اړه څه نه دي ویلي چې د هدایت الله بدري له ګومارل کیدو وروسته د افغانستان بانک مخکیني ريیس ته څه دنده سپارل شوې ده.

2 COMMENTS

  1. په پای کی آوازی رښتیا وخوت ، پدی دوه دری اونیو کی آوازې وې چې ملا بدري له ملا هیبت الله سره په قندهار کی د ملا هیبت الله د نوي محافظتي قطعې چې څلویښت زره عسکر به ولري د دی نوي پوځي قطعې د مصارفوپه هکله اختلاف پېدا کړې او ډېرژر به له دندی ګوښه کړای شي ، او دا دی هماغسې هم وشو
    ملا هیبت الله چی ځان امیرالمومنين بولي مګر فقط د ځان په غمه کی ده همدا اوس سلهاو زره متقاعدېن چی د تقاعد معاش د هغوي يوازینۍ د کورعايد تشکيلوي له نولسو میاشتو راهیسی خپل معاش چې د هغو قانوني حق دی نده اخستې ایا د هغوي حق ادا کول اړینه ده یا ملا هیبت الله ته د څلویښت زرو نوی پوځي قطعه ؟
    اوس راځو مجاهد په باره کی
    مجاهد صیب پدی یونیم کال کی د پنځوسو ځلو نه زياد د نجونو د زده کړی په مورد کی په درواغو ویلي چی کار ورباندی روان ده ، کارورباندی روان ده …..
    دا دی اوس حمل هم راورسید دا څه رقم کار ورباندی روان ده چی دا نولسو میاشتو کی نه خلاصیږي ايا یوڅوګ چې ځانله بسلمان هم وائي فکر نه کوي په لس هاو ځله خلکو ته درواغ ویل د اسلام د مبارک دین له لارښوونو خلاف کار دی ؟

  2. دروغ خو په اسلام کې نشته . دروغ د ایمان زوال ده . خدای تعالی دروغجن نه نفرت کړی او هغه یې دوست نه دی.
    ذبیح مجاهل خو د بسلماني دعوا کوي . بسلمانان یعنې منافقین بیا دروغو او پروپاګند ته جواز ورکوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب