جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد پوهنتون یوه بل استاد جاوېد مومند هم د طالبانو د پرېکړې...

د پوهنتون یوه بل استاد جاوېد مومند هم د طالبانو د پرېکړې له امله استعفا ورکړه

تاند (چارشنبه/د قوس ۳۰مه) — په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د بندېدلو پر ضد د اعتراض په لړ کې د کابل پوهنتون یوه بل استاد جاوېد مومند هم استعفا وکړله.

ښاغلي مومند په شمشاد تلوېزیون د خبرو کولو پر وخت وویل چې وجدان یې اجازه نه ورکوي چې نور تدریس ته دوام ورکړي او هغه د خپلې استعفا دلیل د طالبانو له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتوني زده کړو بندېدل یاد کړل.

تر دې مخکې نن د عبیدالله وردک، عمر کندوزي، نويد عقیل په شمول د څو پوهنتونونو څو استادانو د طالبانو د پرېکړې پر ضد د اعتراض په توګه له خپلو دندو استعفاګانې کړې وې.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو د طالبانو د پرېکړې پر وړاندې د اعتراض په ترڅ کې د امتحان صحنه ترک کړله چې نجونو په چکچکو او خوښۍ سره بدرګه کړل.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پرون ناوخته د یوې بدوي پرېکړې په ترڅ کې افغان نجونې تر نامعلومې مودې پورې له پوهنتوني زده کړو څخه منع کړلې.

تر دې مخکې، او په افغانستان کې د واک بیا ترلاسه کولو څخه وروسته، هغوی د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې وې.

یو شمېر تحلیلګران په دې نظر دي چې، طالبان په افغانستان کې واکمنۍ ته د پاکستاني مدرسو د یوه لنډ او تنګ چاپېریال په سترګه ګوري، یوازې هغه څه کوي چې استادان یې او د هغه هېواد د استخباراتي ادارې مسؤلین یې ورته وایي خو نور بیا په دې نظر دي چې ښایي د طالبانو د داسې وحشیانه پرېکړو تر شا د هغوی محافظه کارانه فکر رول ولري.

1 COMMENT

  1. دې ښاغلو استادنو ته ددې نیک او زړور عمل لپاره کور ودانی وایم. هیله ده نور افغانان هم ددې جاهلې او بې سوداه طبقې پر ضد راپاڅېږي او سوله ایزې مظاهرې وکړي.

    تېره ورځ یوه عرب رانه وپوښتل چې افغانان خو مسلمانان دي نو ولې په قران عمل نه کوي. او ولې دا جنګونه، دا خرابی، دا وژنې او دښمنۍ، ولې پوهنتونونه تړي. ما ورته رډې رډې کتلي او ځواب مې نه درلود. زما په شمول زیادتره افغانانو کې اوس یو بد عادت پیدا شوئ چې د هر څه مسؤلیت په نورو اچوو. کله شرق او کله غرب، کله احمد او کله محمود ملامتوو. ولې هيڅکله له ځانه نه پښتو چې مونږ افغانان ولې دومره ټيټ شوي يو چې څو تنه مرموز طالبان زمونږ په ژوند، عزت او وقار لوبې کوي او مونږ ورته جنګې خولې ګورو.
    طالب کې به رز يا دوه زره تنه ای اس ای او یا به له ایرانه هدایت اخلي، دا نور پاتې یې خو افغانان دي دوی څنکه خپلې خولې تړلې دي او له ډاره څه نه وايي او نه څه کوي. مونږ افغانان باید ددې تورتم مخ ونیسو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب