شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد میرویس نیکه پوهنتون ښځینه محصلانو په چیغو چیغو وژړل

د میرویس نیکه پوهنتون ښځینه محصلانو په چیغو چیغو وژړل

تاند (چارشنبه/د قوس ۳۰مه) — د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې د میرویس نیکه پوهنتون ښځینه محصلانو د طالبانو له خوا د هغوی پر مخ د پوهنتونونو د بندېدلو له امله په چیغو وژل.

ویل کیږي، چې په افغانستان کې د طالبانو د استبدادي رژیم په بیا واکمنېدلو سره د ډېرو مدني او عصري بنسټونو ستنې بیا ولړزېدلې.

طالبانو د ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې له امریکا سره د دوحې د هوکړې په نتیجه کې په بیا واکمنېدلو سره، د سیمې د کم ساري کومانډو په شمول پخوانۍ ملي اردو، ملي پولیس، اساسي قانون، ملي بیرغ او نور ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کړل او ویې ویل چې هغو ته اړتیا نشته.

دغه ډله چې اوس ځانونه د افغانستان حکومت بولي، وایي چې مشران یې اوالامر دي، اطاعت یې واجب دی او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د هغوی د مشرانو پر وړاندې خوله خلاصه کړي او یا خپل غږ پورته کړي.

ویل کیږي چې افغانستان له طالبانو څخه مخکې، د ۲۰ کالونو په ترڅ کې په ځانګړې توګه د ښځو د زده کړو او لوړو زده کړو په برخه کې بې ساري پرمختګونه وکړل او دا هېواد دې ته نژدې شوی و چې په بېلابېلو مسلکي برخو کې پر ځان بسیا شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پرون ناوخته د یوې پرېکړې په ترڅ کې د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې او معلومه نه ده چې تر څه وخته به همداسې تړلې پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب