جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهجي ۷ د افغان ښځو خلاف د طالبانو پر اقداماتو خبرې...

جي ۷ د افغان ښځو خلاف د طالبانو پر اقداماتو خبرې کوي

تاند (چهارشنبه، د قوس ۳۰ مه) ګڼو نورو هیوادونو او نړیوالو موسسو د طالبانو له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز وغانده.

په همدې منځ کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وايي چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو د بندیز موضوع به سبا (پنجشنبه) د اوو سترو صنعتي هیوادونو یا جي ۷ د ناستې په اجنډا کې شامله شي.

امریکا، بریتانیا، جرمني، ایټالیا، فرانسه، کاناډا او جاپان د اوو سترو صنعتي هیوادونو په ډله کې شامل دي.

انالنا بریوک نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:«په کور د افغان ښځو د کښېنولو لپاره د طالبانو هڅه به بریالۍ نه شي او نړۍ به یې هم نندارې ته لاس تر زنې کېښنني.»

دې همداراز لیکلي:«طالبان د افغان ښځو او نجونو د راتلونکې په خرابولو سره پتېیلې ده چې د خپل هیواد راتلونکې هم ورانه کړي.»

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل بیا ویلي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او زده کړو د دروازو بندول په نړۍ کې ساری نه لري.

د بوریل په وینا طالبان په دې توګه غواړي چې د افغانانو حقونه او هیلې مړاوې او افغانستان له هغې مرستې محرومه کړي چې ښځې یې ټولنې ته کوي.

له بلې خوا د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکین هویتفیلد وايي چې د طالبانو دا اقدام په افغانستان کې د بشري حقونو د بحران د زیاتېدو معنا لري.

طالبانو، چې په تېرو ۱۶ میاشتو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړود پیلولو ژمنې ورکولې، پرون نجونې له لوړو زده کړو محرومې کړې او نن داسې خبرونه هم ترلاسه شوي چې دوی ټولو خصوصي کورسونو او همداراز د ښځو مدرسو ته ویلي چې نجونې او ښځو ته اجازه ورنه کړي چې ښوونځیو یا مدرسو ته ورشي.

په همدې حال کې وروسته له دې چې د ننګرهار پوهنتون د طب محصلانو له پوهنتونونو څخه د نجونو د محرومیت په اعتراض کې د ازموینې له ورکولو انکار وکړ او شعارونه یې ورکړل چې یا به ټول زده کړه کوي یا به یې یو هم نه کوي، یو شمېر خلکو له ټولو محصلانو او استادانو څخه غوښتنه کړې چې د احتجاج په دود پوهنتون ته له تګه ډډه وکړي.

ځینو نورو د ډاکترانو او نرسانو په شمول له ټولو روغتیاپالانو غوښتي چې اعتصاب وکړي.

1 COMMENT

  1. تر څو پوری چی امریکا د تالبانو سره پټی معاملی لری او تالبان د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره ژمن وی تالبان په افغانانو هرډول لوبی کولی شی. ځکه چی امریکا او پاکستان په ګډه تالبان تر ارګ راورسول چی ددوۍ ګټی په افغانستان کی خوندی کړی.
    تر اوسه امریکا په عمل کی هیڅ یو داسی ګام ندی پورته کړی چی په افغانستان کی د تالبانو د ناروا او وحشیانه کړنو مخه ونیسی بلکه د ډالرو کڅوړی ورته د امریکا له خوا وخت په وخت راروانی دی او تالبی ملایان ورباندی خپل هوسونه پوره کوی.

    په اوسنۍ غونډه کی به هم د تالبانو کړنی وغندل شي او یو واربیا به د افغانانو او نړیوالو په سترګو کی خاوری واچوی.
    خو تالبان باید په یاد ولری چی ددوېۍ د ظلم او فرعونیت د زورواکۍ د نسکوریدلو لپاره د امریکا مرستی ته هیڅ اړتیا نشته بلکه استبدادی نظامونه د خپلو ناروا او ظالمانه کړنو له امله رانسکور شوی چی تاریخ يی د بیلګو نه ډک دی. او انشاءالله د تالبیزم د وحشی او استبدادی رژیم انجام به هم په خپلو سترګو ووینو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب