پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد لوړو زده کړو وزير تازه پلان، د ط ملایانو ته...

د لوړو زده کړو وزير تازه پلان، د ط ملایانو ته علمي رتبې ورکوي

تاند:( چارشنبه، د عقرب دولسمه) د طالبانو د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزير شیخ عبدالباقي حقاني، چې خپله هم پوهنتوني او رسمي علمي زده کړې نه لري، د طالبانو ملايانو ته د هغو تبليغاتو په اساس، چې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال يې د يادې ډلې لپاره کړي، علمي رتبې ورکوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ويلي، چې د دې کار لپاره د وزارت د وزير عبدالباقي حقاني په مشرۍ يوه غونډه په هم شوې ده.

تمه کيږي، چې د يادو پلانونو له عملي کیدو سره به ډېری طالب ملايان د پوهنتونونو استادان او جنګي قومندانان يې د پوځي رتبو په ترلاسه کولو رسمآ پوځي جنرالان او نور منسوبین شي.

په غونډه کې شېخ حقاني ويلي، چې د طالبانو ملایان په جګړه کې د ښکېلتیا له کبله د لوړو زده کړو په کولو نه دي توانېدلي، خو اوس حق لري چې د جنګي قربانيو لپاره یې علمي رتبې ورته ورکړل شي.

ويل شوي، چې د طالبانو جنګي قومندانانو ته هم د پوځي رتبو د ورکولو په پلان کار روان دی.

دا موضوعات په ټولنیزو رسنیو کې له يو شمېر توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

د افغانستان يو شمېر اکاډمیکو څېرو ويلي، چې تعلیمي او تحصیلاتي سکتورونه نه بايد سياسي او بې ارزښته کړل شي.

7 COMMENTS

  1. دا دری میاشتی کیږي چی نجونې له خپل طبعي حق نه محروم پاتی دي.پوهنتونونو کی د محصلاتو حساب نامعلوم ده.
    دی ته ورته لسګونه نورې ستونزې چی د طالبانو د راتلو زیږنده دي او ټول عاجل پاملرنې ته اړتيا لري مګر له بده مرغه طالب چارواکي په عوض د دی چی دی ستونزو ته د حل لاره پېدا کړي ، ملایانو ته د القاب په غمه کی دي يا د انتحاریانو کورنیو ته نقدي پیسی او ځمکه دوي ته له لمړیتوب لري
    باور وکړئ ما خپل ټول ژوند کی د کوم بل هیواد چارواکو نه ولس ته داسی سپکاوې نده

  2. Amazing
    When power is taken and expressed from the barrel of gun anything is a possibility.
    Chinese Mao Tse-tung may now regret in his grave leaving such legacy behind to be followed.

  3. حقيقت به وايو، زه چې څومره د منافق او خائن دولتي کس په ضد وم همداسې د طالبانو هم يم، خو که په دولت کې د ماما زوی،د پلانکي خان ورور او د امه زوی او د پلانکي خان قومندان نيژدې ملګری په دولت کې چوکی او جنرالي او تر لوړو زدکړو پورې ځانانو رسولي و او خپلي کورنۍ يې تر اروپا او امریکا ورسولې سره له پريمانو ډالرو، نو بیا طالب ولې حق نه لري؟؟

  4. ښه سوه طالبان باید دا کار وکړی. مکتبیانو دسل کالو داستعمار په اشارو داسلام دتضعیف لپاره او دملی نوامسو دبربادولو لپاره شدید کار کړی دی. دملایانو دتعلیمی درجی پیژندل لازمی دی ترڅو دالازهر او نورو اسلامی مرکزو دفارغینو سره سیالی وکړی.
    مکتبیان او داستعمار مزدور به ناری وهی خو هغه باید بی اهمیته وبلل سی. افغانستان باید داستعمار له منګلو سل په سله کی آزاد سی.

  5. ملا تا خو ابله ورځ پوهنتون او محصل سپکولو نن څنګه اړ شوی چې ملا په همغه سپک سند سمبالوې او د فارغ محصل په نوم یې په خپل حکومت کې ځای په ځای کوې ؟
    نااهله خلک ګماریدل خپله فساد دی !

  6. دا هم شو استدلال، پخواني دولت کی خپلوي پالل کيده طالبان ولی دا کار ونکړي، د دې منطق پر اساس طالبان هم حق لری يو ناپوه او بیسواده ملا ته د پوهان علمی القاب ورکړی او د پوهنتون استاذ يې مقرر کړي دا شو دلیل او منطق هههه
    د دی نه هم عجیب بیا د یو بل ورور منطق دی چی د الااظهر اسلامی پوهنتون چی په اسلامی نړي کی له لوړ اغتباره برخورداره ده او مرحوم موسی شفیق او لسګونه وطنپال شخصیتونه يی زموږ ټولنی ته ډالۍ کړي دي هغه علمی اسلامی مرکز د انتحاریانو له يوی فابریکې يعنی د حقانیی مدرسی سره چی زموږ د هیواد د بربادی لامل ګرزیدلی دواړه پرتله کول واقعأ چی د الاظهر اسلامی پوهنتون سپکاوی دی.

  7. شل کاله مخکی ملامحمد اسحق نظامی ځانته د پوهاند رتبه اخیتسی وه معلومه نه وه چی چا ورته منظور کړی وه کیدای شی ملامحمد عمر منظور کړی وه بیا چی نوی رژیم راغی د کرزی وخت کی بیخی منکر و او ځانته یی نه پوهاند ویلی نه هیڅ پخوا یی چی راډیو کی د پوهاند محمد اسحق نظامی په نوم ځان یاداوه هغه نه هم خجالت و

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب