جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهداعش ډلې په کندهار کې هم چريکي فعاليتونه پيل کړي

داعش ډلې په کندهار کې هم چريکي فعاليتونه پيل کړي

تاند:( چارشنبه، د عقرب دولسمه) په ولسي جرګه کې د کندهار يو پخوانی استازی او د متحد ملي ګوند مشر عبدالرحيم ايوبي په کندهار کې د طالبانو پر ضد د داعش ډلې د فعالیتونو خبر ورکړی.

نوموړي په يوه ټلويزيوني مرکه کې وويل، چې یادې ډلې د طالبانو د واکمنیدو له درېیمې ورځې څخه چريکي بریدونه پیل کړي.

د‌ ايوبي په وينا، دا چريکي بريدونه تر ډېره له دې کبله، چې طالبانو رسنۍ سانسور کړي او څوک يې پر ضد د فعالیتونو خبرونه ډېر نه شي خپرولای، له رسنيز کيدو څخه پاتې دي.

د کندهار دا پخوانی استازی، چې موقعيت يې نه دی ښودل شوی، وويل چې د داعش ډلې د چريکي فعاليتونو په اړه اوس ډېر جزییات نه شي ورکولای.

هغه دا هم ومنله، چې د يادې ډلې په اړه تبليغات زيات شوي، خو دا ټينګار يې هم وکړ چې اقتصادي او بشري ناورين، له طالبانو سره د دوی د ظلمونو له کبله د خلکو عقده او نورې ستونزې د دوی خلاف داعش ډلې سره د خلکو د يو ځای کیدو سبب شوي دي.

پرون په کابل کې د افغانستان د تر ټولو ستر پوځي روغتون ( سردار داود خان څلور سوه بستریز روغتون) داعش ډلې د کابل ښار په دیپلوماتیکه سیمه وزیر اکبر خان کې بريد او طالب جنګياليو سره څو ساعته جګړه وکړه، چې د طالبانو د مرکزي قول اردو د قوماندان په ګډون پکې لسګونه طالبانو او ملکيانو ته مرګ ژوبله واوښته.

طالبانو د دوحې تړون کې له امریکا سره قول کړی، چې القاعدې او نورو ترهګرو جریانونو سره به اړیکې نه پالي، خو اوس تورنیږي، چې د القاعدې مشرانو ته یې بیا په افغانستان کې د پناه زمینه برابره کړې ده.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت مرستیال څو اونۍ مخکې وړاندوینه وکړه، چې داعش به تر راتلونکو شپږو میاشتو او القاعده تر راتلونکو دوو کلونو د افغانستان له خاورې پر امریکا د برید جوګه شي.

طالبان بیا په دې اړه وړاندوینې په داسې حال ردوي او داعش ډله کوم جدي ګواښ نه ګڼي ‌

په کندهار کې د داعش ډلې د چريکي فعاليتونو ادعا داسې مهال شوې، چې څو اونۍ مخکې یادې ډلې د کندهار د شيعه ګانو پر یوه جومات د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال د ځانمرګو بريدونو مسووليت په غاړه واخيست.

3 COMMENTS

  1. چې ايوبي خپله خائن او منافق وي،مافيه وي، غل وي فاسد وي او اوس خپله لرې بل وطن کې ناست ده،دی څنګه بیا په هر څه خبر سو؟؟؟ ده ته چا احوال ور که، چا سره اړيکي لري، کوم چاته لکۍ وهي، دده تاريخچه چا ويلې اول همده نه افغانانو بغارې نه وهلې؟؟؟

  2. طالبان باید دمزدورو عسکرو او جاسوسانو لټون وکړی او تر نظارت لاندی یی وسی.
    داعش او مزدور افغانانو (پنج شره او امانیان) یوځای دامریکا په امر دملت دتباهی لپاره تروریستی فعالیت پیل کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب