سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهجلال اباد کې د نا امنۍ دوام، ۳ تنه وژل شوي او...

جلال اباد کې د نا امنۍ دوام، ۳ تنه وژل شوي او ۵ ټپیان دي

تاند:( چارشنبه، د عقرب دولسمه) د افغانستان ختیځ ښار جلال اباد ښار، چې د طالبانو له واکمنیدو سره په تر ټولو نا امنه ښار بدل شوی، نن پکې د ۳ تنو د وژل کيدو او ۵ د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.
ويل شوي، چې نن يوې چاودنې په دې ښار کې ۳ ملکي وګړي ووژل او د ۲ طالب ساتونکو په ګډون يې ۵ تنه ټپيان کړل.
د طالبانو یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې نن چهارشنبه غرمه شااوخوا ۱۲ بجې د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند شاه برهان اغا زیات سیمه کې د طالبانو په یوه رینجر موټر ځای پرځای شوي ماین چاودنه کړې چې له کبله یې ۳ ملکي وګړي ووژل شول او دوه طالب سرتیري ټپیان شول.
ويل کېږي، چې ۳ نور ملکي وګړي په دې پېښه کې ټپيان شوي هم دي.
سرچینې که څه هم په دې اړه نور جزیات ورنکړل خو په سیمه کې له چاودنې وروسته د سپکو وسلو ډزې هم شوي خو سیمې ته د طالبانو لخوا د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي.
د دې پېښې مسؤلیت لا چا نه دی منلی.
په جلال اباد کې پرون د یوه ملا امام او يوه ګذر وکيل په ګډون ۵ تنه وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی و.
طالبان د جلال اباد د نا امنۍ په اړه څه نه وايي، خو ويل کيږي چې په دې ښار کې داعش ډله د افغانستان تر بل هر ښار ډېره فعاله ده او هره ورځ د طالبانو خلاف بريدونه سمبالوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب