سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد ډاکټر نجيب لور هيله نجيب: د غني پاتې کیدو د نظام...

د ډاکټر نجيب لور هيله نجيب: د غني پاتې کیدو د نظام ړنګولو لپاره د امريکا معامله نه شوه ناکامولای

تاند:( چارشنبه، د عقرب دولسمه) د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله لور هيله نجيب، چې په نړيواله کچه د سولې د مطالعاتو په برخه کې د دوکتورا تر کچې زده کړې لري، د افغانستان د وروستيو بدلونونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزير وروستۍ مرکې ته غبرګون ښودلی.

هيله نجيب د امريکايي وزير انتوني بلینکن د دې خبرې له شریکولو سره، چې دوی ولسمشر غني د طالبانو په مشرۍ د نوي نظام منلو او ورته د واک لېږد ته مجبوره کړی و، ليکلي: که ډاکټر غني پاتې وای، يا هېواد نه وتی وای، په دواړو حالتونو کې د افغانستان جمهوري نظام سقوط کاوه.

هيله نجيب د دغه حتمي سقوط دلیل له طالبانو سره د جمهوري نظام د سقوط په اړه د امریکا متحده ایالاتو هغه معامله یاده کړې، چې د سولې د دوحې تړون په نوم د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د طالبانو د تحریک له مخکيني سياسي مرستيال ملا برادر سره لاسليک کړی و.

ويل کيږي، چې د ياد شوي تړون په پټو ضميمو کې امريکا طالبانو ته د افغانستان د واک سپارلو ژمنه کړې وه.

د بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح پر امريکايي استازي زلمي خليلزاد، د همدغو پټو هوکړو په دليل د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط کولو تور لګولی.

خليلزاد او طالبانو دواړو تر اوسه نه دي روښانه کړي، چې په پټو هوکړو کې يې کوم موارد شامل دي؟

خليلزاد دومره ويلي، چې دوی د دوحې تړون د ټولو برخو عملي کولو ته د طالبانو د مجبورولو ځواک لري او د ياد شوي تړون په اساس طالبان ورته ځواب ویونکي دي.

4 COMMENTS

  1. نجیبی جانی ستا د پلار له نوم نه قربان شم
    هغه یو وطندوست ملی او پوه شخص و فوق العاده استعداد یی درلود
    کاشکی د هغه په شان یوه ورځ راسی او دا وطن له نړیدو او دا ملت له
    غرقیدو وژغورې موږ یو با ډاکترنجیب الله یا دهغه په شان بل استعداد ته
    ضرورت لرو

  2. هیله په داسې جملو کې په هیلې اوړي.
    فریده وایي – فریدې وویل.
    هیله وایي – هیلې وویل.
    د تاند په څېر معیاري وېب سایټ باید داسې غلطۍ ونه کړي.
    مننه

  3. سلام،
    په لنده توګه:
    حال زمانه تېره زمانه
    ویل
    وایی وویل
    ې ( نوم :مفرد او جمع(و) غایب نارینه او ښڅینه) ې دتاءنیث نښه ده چې تېره زمانه کې کارول کیږی
    استفهامی ضمایرو کې لکه: څوک وایی، چا ووېل
    داحمد ورور جملې سمې دی. تاند که کولای شی املا او انشا کې دې مرسته وکړی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب