دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+انټارکټیکا / محيب رحمتي 

انټارکټیکا / محيب رحمتي 

انټارکټیکا سره له دې چې د نړۍ تر ټولو سوړ ځای دی، د نړۍ تر ټولو وچ براعظم هم دی او د نړۍ تر ټولو تېز بادونه هم دلته چلېږي، دلته په ځينو سيمو کي د باد سرعت په ساعت کي 230 کیلو متره دی، انټارکټکا د يوناني لفظ Antarktikos نه اخيستل سوی دی چي مطلب يې د شمالي قطب مقابل لوری دی،
د انټارکټیکا لویې وچې ٪98 سلنه په واورو پوښل سوې ده او هلته هيڅ انساني کلی نسته. انټارکټیکا د نړۍ انتهايي جنوبي براعظم چي جنوبي قطب واقع دی، دلته د حرارت درجه منفي 93.2 ثبت سوې، د تودوښې تر ټولو لوړه درجه پکې 14.5 ثبت شوې ده.
د دې براعظم اوسط لوړوالی هم تر نورو ټولو براعظمونو زیات دی، د 14.425 ميليونه مربع کیلومتره په رقبې سره انټارکټیکا له يورپ او اسټراليا وروسته د نړۍ درېيم کوچنی براعظم دی، دا براعظم د لومړي ځل لپاره په 1820 کې روسي ماڼوګانو “ميخايل ليز اريف” او “فابيان ګوټليب وون بيلنګشن” په اتفاقي ډول وموند، د 1820 نه مخکي د دې براعظم په اړه هيچا ته معلومات نه و.
په 1959 کي د 12 هيوادونو تر منځ د انټارکټیکا په اړه يو تړون وسو، چي په عسکري فعاليتونو او د کانونو په استخراج يې بنديز ولګاوه او د ساينسي څېړنو او د دې براعظم د چاپيريال د خونديتوب لپاره ژمنه وسوه.
هرکال په اوړي کي د نړۍ د ګوټ ګوټ نه د راتلونکو ساينسپوهانو شمېر د 4 زره نه اوړي چي په انټارکټکا کي مختلف څېړنيز کارونه سرته رسوي خو په ژمي کي دا شمېر زرو ته راټيټ شي.
د انټارکټیکا لوړه څوکه “ونسن مانف” دی چي لوړوالی يې 4987 مټره دی، دا ده نړۍ تر ټولو سوړ ځای دی او تر ټولو کم باران هم دلته کېږي، دلته درجه حرارت له منفي 80 نه نيولې تر 90 پوري رسېږي او په اوړي کي د ساحلي سيمو د حرارت درجه له 5 نه تر 13 پوري وي. د کمو بارانونو اورېدو اندازه له دې خبري نه کېدای سي چي په جنوبي قطب کي هم په کال کي 10 سينټي متره (4 اينچه) نه کم باران اورېږي.
د انټارکټیکا د واورو څادر د نړۍ تر ټولو د واورو لويه مجموعه ده، د نړۍ ٪70 پاکي اوبه په همدې براعظم کي موجودي دي، د ېوې اندازې له مخي که د انټارکټکا واورې ويلي سي نو د سمندر اوبو سمح به 16 فټه لوړه شي، د انټارکټکا د واورو اوسط پنډوالي 1.6 ميټره نه هم زيات دی.
د انټارکټیکا براعظم رقبه د امريکا نه يو نيم چند زیاده ده، د نړۍ تر ټولو لوی غره سلسله هم په انټارکټکا کي واقع ده، د دې غره سلسلې ته “Transantarctic Mountains” وايي، د دې غره سلسله 3500 کلوميټره اږده ده.
دا مهال په انټارکټکا کي د 30 هيوادونو د 80 نه زيات د څېړنيز مرکزونه جوړ سوي دي.
د ژمي په موسم کي د شمالي انټارکټکا په ځينو سيمو کي تر څو اونيو پوري لمر نه راخېژي او هلته په مکمله توګه توره تياره وي او دا شپه تر څو اونيو پوري غځېږي او همداسي په اوړي کي تر څو اونيو پوري لمر نه لوېږي او هر وخت ورځ وي.
په دې براعظم کي په زيات تعداد کي پينګوين ژوند کوي، خو په دې براعظم کي چي کوم شی په زيات شمېر کي ژوند کوي هغه يو ډول کيسپان دي چي “nematode worm ” ورته وايي.
د انټارکټکا ځمکه بلکل شاړه ده دلته هيڅ کوم بوټی يا ونه نشته، خو د انټارکټکا په شاوخوا ځينو سيمو کي دوه ډوله ګلان ليدل سوي دي.
تر ننه پوري د ايخي تر ټولو لويه ټوټه (iceberg) په اڼتارکټکا کي ليدل، آيس برګ د ايخي هغي لويي ټوټې ته وايي چي د تودوښي له امله د واور نه جلا سوې وې او په اوبو کي بهېږي، په انټارکټکا کي تر ټولو لويه د ايخي ټوټه په 2000 ميلادي کال کي په مارچ مياست کي ليدل سوې وه چي اوږدوالی يې 270 کیلومتره او سور يې40 کیلو متره وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب