دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: د القاعدې د خطر محسوسولو په صورت کې بیا پر افغانستان...

خلیلزاد: د القاعدې د خطر محسوسولو په صورت کې بیا پر افغانستان برید کوو

تاند:( چارشنبه، د عقرب دولسمه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکینی استازی زلمی خلیلزاد خبرداری ورکوي، چې که امریکا له افغانستان څخه د القاعدې ډلې لخوا خطر احساس کړي، پر افغانستان به بیا پوځي برید وکړي.

 خلیلزاد د المان له دویچه ویله رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، چې امریکا د ځان د دفاع لپاره دې کار ته چمتو دی.

د داعش ډلې د فعالیت په اړه خلیلزاد ویلي، چې طالبان له دې ډلې سره سخته دښمني لري.

هغه ټینګار کړی، چې د یادې ډلې پر وړاندې مبارزه کې به د طالبانو د عمل څرنګوالی ارزول کیږي او بیا به پریکړه کیږي، چې امریکا متحده ایالات د داعش ډلې پر وړاندې څه وکړي؟

 زلمي خلیلزاد د افغانستان د جمهوري نظام په پرځولو کې خپله ملامتي رد کړه او دا پړه یې خپله پر افغان ولسمشر اشرف غني واچوله.

خلیلزاد ادعا وکړه، چې افغان ځواکونه په ناڅاپي ډول وپاشل شول او د پاشلتیا لوی دلیل د غني پر حکومت د افغان ځواکونو بې باوري او د طالبانو پر وړاندې جګړې ته نه لېوالتیا وه.

هغه ولسمشر غني تورن کړ، چې حکومت یې په مناسب وخت کې د سولې خبرو سره ملګری نه شو او د واک د ساتلو لپاره یې سولې ته خنډونه جوړول.

دا مخکینی امریکایي استازی ټينګار کوي، چې د ولسمشر غني د دویمې کاري دورې د لوړې مراسمو کې په ګډون خوشاله نه و، خو د جګړې او افغان ځواکونو د دوه برخې کیدو د مخنیوي لپاره یې دا کار وکړ.

 د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح بیا خلیلزاد تورن کړی، چې د افغانستان جمهوري نظام یې د قربانۍ د وزې غوندې معامله او داسې مکارانه ولوبیده، چې تر پایه پرې څوک سم نه پوهیدل.

هغه له ولسمشر غني څخه غوښتي، چې د خلیلزاد ټلیفوني مکالمې او د ملاقاتونو جریان رسنیز کړي.

طالبانو د دوحې تړون کې له امریکا سره قول کړی، چې القاعدې او نورو ترهګرو جریانونو سره به اړیکې نه پالي، خو اوس تورنیږي، چې د القاعدې مشرانو ته یې بیا په افغانستان کې د پناه زمینه برابره کړې ده.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت مرستیال څو اونۍ مخکې وړاندوینه وکړه، چې داعش به تر راتلونکو شپږو میاشتو او القاعده تر راتلونکو دوو کلونو د افغانستان له خاورې پر امریکا د برید جوګه شي.

طالبان بیا په دې اړه وړاندوینې په داسې حال ردوي، چې پرون د ارګ او امریکا سفارت ودانۍ ته څېرمه د کابل په دیپلوماتیکه سیمه وزیراکبرخان کې د افغانستان تر ټولو ستر پوځي روغتون په ساعتونو – ساعتونو د طالبانو خلاف د داعش ډلې د جنګ میدان و.

په دې جګړه کې د طالبانو د مرکزي قول اردو د قومندان د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی.

4 COMMENTS

  1. خړوسه جاسوسه خلیلزاده د ستا خیانت د افغان ملت سره په ۱۹۸۱ کال کښی شروع او تر اوسه دوام لری ، تنظیمونه ، طالبان او داعش د ستا په ابتکار رامینځ ته شوی دی او ددوی لپاره د پنجابی پاکستان تامه همکاری درسره موجوده وه او دی او ددی قاتلینو ټاټوبۍ پنجابی پاکستان دی خائینه ولی په پنجابی پاکستان برید نه کوۍ ؟؟؟ تاسی خائین د افغان ملت تباهی ته ملا تړلی او غواړی چی افغان ملت دستا تربیه شوو قاتلینو په وسیله تباه او افغانستان د دونیا نقشی څخه محوه کړی ایا تاسی مردود د خپلی مور دا مضر وصیت غواړۍ چی سل په سلو کښی عملی شی اما تاسی خړوس به نه افغان ملت ضعیف کړۍ شۍ او نه به افغانستان ددونیا نقشی څخه محوه کړۍ شۍ ولو چی رنګارنګ د فریبی لاری تعقیب هم کړی او رنګارنګ قاتلانو څخه د خپلو شومو هدفونو لپاره د سترنج ګوټکو په شان استفاده هم وکړی !!!!! تاسی د افغان ملت دوښمن او د رنګارنګو قاتلانو بادار باید محاکمی ته وړاندی کړۍ شۍ ، پدی باید پوه شی چی تنظیمونه تاسی خائین په قدرت راوستل او طالبان دی په فریبی سره د پنجابی ‍‍‍پاکستان په ملاتړ په ۱۹۹۶ کال کښی ارګ ته داخل کړل ، تاسی د بن لادین نږدی ترین دوست وۍ او وروسته نظر پلان ته باید له مینځه ولاړ شوۍ وای اما نه هغه په کالونو کالونو پاکستان کښی ارامه استوګنه درلوده او طالبان په کامل اطاعت سره پنجابی پاکستان ته وخوځیدل او وروسته بیا په ډورامائی شکل سره دوباره ارګ ته داخل کړۍ شول ، عجبه مسخره ډورامه روانه دی !!!!!!

  2. آیا افغانستان د امریکا د نظامی او جنګی تریننګونو او د دهشتګری د ډیرولو مرکز دی. که نه د تروریزم نړیوال او بنیادی مرکز چه پاکستان دی ولی ورته خاموشه یاستی،
    که نړیوالو پاکستان ټوټه ټوټه او تجزیه کړه، د ټولی نړی څخه به دهشت ختم شی،

  3. خبره د طالب یا غنی یا اسلام یا بل څه نده ټوله موضوع د ټآپي دپروژې او د یونیکال د بریالیتوب ده د طالبانو راوستل یی حتمی په پلان کی و
    طالبان هغه وخت هم د همدی لپاره وپړسول سول او بیا یی ټاپي قرارداد وشو کرزی هم د دی پروژی سره په تړاو راوستل شو که نه سیرت ۱۱ رای ګټلی وی او کرزی صر ف ۳ نو کرزی یی دبن فیصله کی د حکومت مشر کړ خو هغه بی استعداده او بی کفایته خپل ماموریت کی ناکام شو د کلک امنیت دنشتوالی له امله نللیکه دافغانستان دننه رانغله طالبانو دا ضمانت ورکړ چی زه یی درته امنیت ساتم خو ته به واک ته ما رسوی دا دی اوس واک ته ورسول شول پروژه د یونیکال په ګټه روانه شوه دا یوه ډیره مهمه پروژه ده په افغانسان کی اول جنګ د شوروی د ناکامی لپاره و دا نور یی د یونیکال د ګټو لپاره دی ځان پوه کی دا نوری لوبی لکه جهاد مهاد او اسلامی مسلامی شریت مریت دا هسی خبر ی دی افغانان یی ساده ګان ګیر کړی حیف دهغه لکهاوو قنداریانو زابلیانو او هلمندیانو چی په جهاالت کی لکه پسونه ځوانیمرګان سول لوبه پیچلی ده او لا هم پاتی ده لږ ځان پوه کړی ټوله ورځ لګیا یاستی طالب غنی خلیلزاد او داسی نوری خبر ی کوی له اصلی ماجرا پرده نه پورته کوئ. د خلیلزاد استعفا ددی لپاره وه چی بیا دوباره نوی نقش کی راشی دا ځل له پاکستان سره یو خای پوستکی درنه باسی

  4. زما تجربه دا ده لکه څنګه چې په تېرو کې امریکا د نا اهله خلکو په څېر کړه نه کړې بیابه یې هم وکړي خو که سل زله راشي سل زله به ماتي خوري دلته یوازې امریکا ما تي نده خوه ړلې ټولو وحشي او جاه طلبو ماتي خوه ړلې که راغلۍ حال به مو تر دې بد وي زر راشۍ چې بیا موهم ماتي ابدي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب