Homeخبرونهداودزی: د غني وتل د نظام د سقوط دلیل نه و، هغه...

داودزی: د غني وتل د نظام د سقوط دلیل نه و، هغه د نظام د سقوط له کبله هېواد پرېښود

تاند:(چارشنبه، د عقرب دولسمه) د پاکستان په چارو کې د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی استازی او په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ښاغلي غني د کمپاين مشر عمر داودزی وايي، چې د له هېواده د ولسمشر غني وتل د جمهوري نظام د سقوط دلیل نه دی، بلکې د نظام سقوط او ولسمشر غني ته ورپېښ ګواښونه له هېواده د هغه د وتو سبب شوی دی.

عمر داودزی، چې په يوه ټلويزيوني مرکه کې يې د افغانستان د وروستيو بدلونونو په اړه بحث کاوه، د نظام د سقوط مسووليت يې د ځان په ګډون په ټولو لوریو او چارواکو واچوه، خو ټينګار يې وکړ چې ولسمشر غني د کښتۍ د چلوونکي په توګه تر نورو ډېر مسووليت درلود.

داودزی دا هم وايي، چې د نظام د سقوط په ورځ سهار ۱۰ بجې د طالبانو جنګيالي د ارګ شاوخوا ته رسيدلي وو.
د هغه په وينا، ولسمشر غني د هغې ورځې د مازيګر په ۵ بجو له کابل څخه ووت.

نوموړې له هېواده وتل د غني شخصي پريکړه او حق ګڼي، خو په دې يې ملامتوي، چې ولې کابل ښار ته د طالبانو د ننوتو په مخنيوي نه و کامياب شوی او د امنيتي سکتور همغږي او تدابير يې کمزوري وو.

ښاغلی داودزی دغه راز ولسمشر غني په ۲۰۱۴ کې له ډاکټر عبدالله سره د بې ضرورته ګډ حکومت د جوړولو له کبله نقدوي او وايي دا حکومت سبب شو، چې حکومت په خپلمنځیو ناندريو بوخت او خلکو ته سم خدمتونه ونه رسوي.
داودزی زياتوي، چې ولس سره د حکومت واټن د دې سبب شو، چې په ليرې پرتو سيمو کې خلک طالبانو ته مراجعه وکړي، قضايي حل و فصل ته يې ور وغواړي او په دې ډول حکومت کمزوری او طالبان پياوړي شي.

د ولسمشر غني دا پخوانی استازی دا هم وايي، چې ولسمشر غني د يوې ډلې لخوا انحصار شوی و او دا کار هم د حکومتولۍ د کمزوري کیدو سبب شو.

نوموړی د افغان سولې لپاره د امريکا د مخکيني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په اړه وايي، چې په ځينو برخو کي يې رول مثبت خو په دې اړه ناسم و، چې افغان دولت یې طالبانو سره د سولې توافق کې نه و شامل کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...