پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهمولانا حقاني د کابل پوهنتون استادانو ته له سپکاوي ډکه وينا کړې...

مولانا حقاني د کابل پوهنتون استادانو ته له سپکاوي ډکه وينا کړې ده

تاند:(پنجشنبه، د حوت ۲۶ مه) د کابل پوهنتون يو شمېر استادانو دوی ته د طالبانو د لوړو زدکړو د وزیر مولانا عبدالباقي حقاني د وينا ځينې برخې رسنيزې کړي، چې له سپکاوي ډکې دي.

د استادانو په وينا مولانا حقاني ورته ويلي: د افغانستان د ټولې ۴۳ کلنې بدبختۍ او فساد لامل د کابل پوهنتون استادان دي او د دې پوهنتون استادان د غربي او کفري کلتور رواجوونکي دي.

د حقاني په وینا؛ د ماسټرۍ او دکتورا په کچه استادان د دیني عالمانو او «مجاهدینو» په وړاندې هېڅ دي او که کوم استاد د «اسلامي امارت» او اسلامي شرعیت خلاف کوم کار وکړي، په دوه ساعتونو کې به ورک يانې ووژل شي.

نوموړي زیاته کړې: «د پوهنتون هر استاد د استخباراتو او امر بالمعروف معروف وزارت تر څارنې لاندې دی، د دوی له هرې خبرې، لیدلوري او عقایدو څخه مالومات ترلاسه کوي، دا استادان د فحشا او غربي کلتور له ترویج پرته بل کار نه لري.»

نوموړي ویلي چې باید ټول استادان زموږ د هېواد له کلتور او اسلامي سیرت، صورت او ظاهر سره پوهنتون ته دننه شي.

نوموړي همداشان ټینګار کړی: «هر هغه څوک چې د اسلامي امارت د خبرو مخالف دي یوه شېبه ورته وخت نه ورکول کېږي، پر ځای یې خپل جید عالم او دیني عالم ګمارو.»

حقاني د خپلو خبرو په لړ کې د استادانو د معاشونو نیم کېدو په تړاو ویلي: «استادان دې له امتیاز غوښتنې لاس په سر شي، دا امتیاز غوښتنه دین ته د کوم خدمت په بدل کې غواړي. مجاهدینو په تېرو شل کالونو کې ځانونه ټوټې ټوټې کړل، استادان څه لاسته راوړنه لري او څه یې کړي چې باید غوره امتیاز ولري. شل کاله یې ښه وخوړل، هر څه چې له غرب راغلل دوی وخوړل. اوس د مجاهدینو د امتیاز وخت دی.»

حقاني څرګنده کړې چې تېرو شل کالونو کې استادانو د محصلانو په ذهن او مغز کې د غربیانو عقاید او فکرونه ځای پر ځای کړي او کابل پوهنتون باید له دې وضعیت وایستل شي او د محصلانو سالمه تربیه کې جدي پاملرنه وشي.

د نوموړي په وینا؛ دا په داسې حال کې شونې ده چې لومړی استادان خپل ځانونه اصلاح او خپل عقاید بدل کړي.

د طالبانو د لوړو زدکړو سرپرست زياته کړې چې استادانو زده کړې کړې ماسټران او ډاکټران شوي، خو له عقیدتي او فکري اړخه یې بدلون نه دی کړی، تر هغې چې خپله اسلامي عقیده پیاوړې نه کړي، دین او وطن ته ښه خدمت نه شي کېدی.

نوموړي د ښوونیز نصاب په هکله وویل: «د پوهنتونونو د تحصیلي نصاب سمول حتمي امر دی. زموږ تحصیلي نصاب باید له اسلامي ارزښتونو او معیارونو سره برابر شي او په ورته وخت کې له نړۍ سره سیالي وکړو.»

حقاني همداشان زیاته کړې:«استادان دې له دې وروسته خپل افغاني او اسلامي هویت ته پام وکړي او په غرب دې نه نازېږي او هره کړنه کې دې له غرب اطاعت نه کړي.»

نوموړي یو ځل بیا پر اسلامي حجاب ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «د اسلامي امارت په نظام کې لومړی د اسلامي حجاب رعایت او بیا زدکړې مطرح دي، د اړتیا په صورت کې شاید د مخ پټولو ته هم اړتیا شي، د اسلامي امارت لپاره دا مهمه نه ده چې نړۍ څه وایي او موږ په رسمیت پېژني یا مو نه پېژني. استادان اړ دي تر څو هره ورځ له درس وړاندې له عقیدتي، اسلامي او د حجاب مسایلو په اړه له محصلانو سره خبرې وکړي، که محصلانې د حجاب رعایت کولو ته نه هڅوي؛ دا درې اونۍ د پوهنتونونو پرانیستل ازمیښتي و، د نوي کال په پیل کې به یو ځل بیا د پوهنتونونو دروازې د محصلانو او استادانو پر مخ وتړل شي.»

نوموړي ویلي چې طالبان نه غواړي له دې وروسته د غرب خیرات خوران وي، شل کاله خیرات خوړل بس دي، له دې وروسته باید پر خپل اقتصادي نظام متکي شوو.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر د کابل پوهنتون استادانو ته درې ورځې وخت ورکړی چې د خبرو په اړه یې فکر او پرېکړه وکړي.

يو شمېر استادانو د نوموړي څرګندونې د دوی د ګوښه کولو لپاره مقدماتي خبرداری ګڼلی او د پوهنتونونو د وضعيت په اړه يې انديښنه څرګنده کړې ده.

عبدالباقي حقاني مخکې ویلي وو، چې د تېرو شلو کلونو پر مهال د ښوونځيو له فارغانو هېڅ د ښې تمه نه شي کېدای.

حقاني زیاته کړې وه: «موږ باید د ښوونځیو لپاره داسې ښوونکي وروزو؛ چې نوی نسل زموږ له ارزښتونو سره سم وروزي او په درد مو وخوري.»

عبدالباقي حقاني د اکوړه خټک له حقانيه مدرسې څخه فارغ شوی او په خپله لوړې عصري زده کړې نه لري.

نوموړی له هغو طالب چارواکو څخه دی، چې څه موده مخکې د يادې مدرسې مشر او د طالبانو په معنوي پلار د مشهور پاکستاني ملا (مولانا سمیع الحق) زوی یې په افغانستان کې پر وزیر کیدو افتخار کړی و.

د حقاني په اړه دا هم ویل کېږي چې یوه زوی یې په کندوز ولایت کې انتحاري برید کړی او وزارت هم له همدې کبله په برخه وررسېدلی دی.

19 COMMENTS

  1. په تا بیسواده خو دی زر ځلی لعنت وی . چی نه په دین پوهیږی نه په دنیا. د حقانی مدرسی چړی وی او د همهغاغو په لاره روان یی. د کابل پوهنتون استادانو کی که لږ زره غیرت وجود ولری باید استعفا ورکړی او د داسی جاهل شخص د مدیریت لاندی باید کار ونکړی.

  2. دا احمق خو داسې مالومیږی لکه د خرو غل ، دا خو غټ جاهل ده ، دی په دې چرت کې ده کونه پرېمینځه لمونځ وکه ! دا احمق د نړۍ په موجوده انکشاف هیڅ خبر ندی ! دا ښاغلی باید په غرو کې اخوندي وکړي او نه وزارت ! دا لغړ بیچاره په هیڅ هم خبر ندی ! جهالت جهالت جهالت

  3. استعفا د حل لار نده، باید د پوهنتون استادان سرتاسری اعتصاب وکړی او له امارت اسلامی و غواړی چه یو باحوصله او پوه شخص له خپلی ډلی پدی مقام و ګماری

  4. سبا به د ده مردګاو د کونی ورکولو ویدېو هم راوزی دا ملا د قواری نه ښکاری چه ښه دېره یی ورکړی

  5. له یوې خواړ کمیسیون جوړوي چې له غرب څخه افغان مختصصین بېرته راولي او بلې خوا بیا په د کور د ننه مختصصین داسې سپکوي او رټي ته به وايي چې جاهلان دي.
    الله مو له شره خلاص کړه. جاهلانونو….

  6. وطن اوس ده اصلی بچیانو لاسته ولوید. حقانی صاحب ټول حقایق ویلی. ده کابل په شمول ده ټولو پوهنتونواستادان ده خپل دین، کلتور او ارزښتنو خلاف ده غربی مفکوری ده ترویج لپاره کارکاوو. ده دی اوستادانو په روزنه پالنه کی لوی لاس ده خاریجی یرغل ګروو او داخلی مفسدوو قوم پرستوګوډاګی وو. کابل پوهنتون کی چا په پښتو خپلی مورنی ژبی تدریس حق هم نه درلوده. مونږډیر داسی په دین وطن کلتورمین لایقه تعلیمافته افغانان خارج او داخل کی لروو چی ده دی سیکولراستادانو ځایی ونیسی.

  7. هر شی خپل ضد لري . د مرضونو لپاره دوا ، د ټانک پرضد راکټ اندازونه ، د اور پرضد اوبه ، د جهالت پرضد علم ، د تیارې پرضد رڼا شته . ترکاڼي د بیزو کار ندی .
    د ټالب د جهالت لپاره بهتره ده چې ملا حقانیان داسې جاهلانه ، له اسلامي او انساني کرامت نه لرې څهرې په کار واچوي . که د ټالبانو پرضد یو لک نظامیان وجنګیږي ، دومره به ولس له ټالبي حماقت او حمارت نه بېزاره نه شي ، لکه له داسې مفعول او منفور حقاني له جاهلانه ویناوو او څرګندونو نه چې د ټول افغانستان د خلکو کرکه او نفرت یې د دوی پرضد منځ ته راوړی .
    قدرمن او معزز استادان دې له دغو منفورو څهرو نه د خیر اواسلامي اخلاقو په چوکاټ کې د کومې خبرې تمه نه کوی . روزی ورکوونکی او رازق لوی خدای ج دی . باید د دوی په مقابل کې عمومی اعتصاب په کار واچول شي چې ټالبي حماقت پای ته ورسیږي . امانت خپل اهل ته تسلیم کړل شي . و السلام علی من اتبع الهدی

  8. یره که رشتیا خبره وکړو نو وزیر صېب سم ویلی دی ـ اکثریت استادان یی چندان دانې ندی ـ نو ستاسې ته د وویل شی چه محترم وزیر ته لژ حکمت او بصیرت هم پکار دی.

  9. هههه، بیا وايي موږ ټولو افغانانو نه خواست کوو چې وطن ته راسی. تا ښځه وغی

  10. Pay close attention to every sentence the minister of higher education made and:

    None of statements related to college level production and modern medium of education
    He is expressing only his own feeling in relation to higher education, simply because he doesn’t know better

  11. یو حقانی خو یی الله ج رسوا کړ الله د دا هم رسوا کړی د خنځیر ځوی. د پوهنتون استادان دی ټول اعتصاب وکړی او پوهنتون ته دی نه ځی تر هغو جی دا خنځیر لری شوی نوی. لعنت دی د طالبانو په مشر تابه شی چی داسی یو خنځیر بیسواده یی وزیر کړی.

  12. بهتره دا هم نده چې د علم زده کړې نور هم وځنډول شي
    غوره داده چې پدوی باندې روڼ اندې فهمیده خلک کار وکړي تر څو انسانیت مسیر او درناوي ته داحل شي
    کا داسې ټول کدرونه منډې وهي مونږ پوهیږو چې ټول ماسټران دوکتوران بهر کې هر چیرې استحدام کیږي
    کا دوی مونږ ګلستان بوستان ته پریږدي نو ولوکه په زندګي ددې خاورې په تمدن پرمحتګ وکړي هیله ده چې قانع دلایل په منطق مباحثې ورسره وشي ځینې شته په امارت کې مطلق داسې دي لکه طالبانو ستانکزی چې په تباشیر رسم کړې نو ورته ګورې به! هیله چې زمونږ کدرونه له خوصلې او زعم کار واحلي
    ټولنیزې رسنۍ دي دوی به زمونږ په ستونزو کې اصلاحات راولي مونږ ددوی! یوبل ته به منطق لار ښایو داسې لار چې زمونږ نظام زمونږ خاورې زمونږ ملت دین اوټول ارزښتونه پکې ساتل شوي وی! ځینې خبرې به کیږی ورسموو به یی او پدې کې هم نشته ډیر څه یی دستایلو دیر څه یی د غندلو دي

  13. بلکل همدا لاره دي چي تول د پوهنتونونو استادان او شاګرادان عتصاب وکري تر چو دا د پنجاب خاص نوکر چي مقصدي د پاکستان اهدافو عملي کول او د ښو طالبانو بدنام کول دي له کار څخه لري کري. زه نه پوهيږم د طالبانو مشرتابه داسي يو بيسواد او جاهل سري ولي داسي يو مهم دنده ورکري دي ، داکس بايد يو کراچي ولري او کچالو خرڅ کري. او بس.

  14. تر ټولو علمی چاره به دا وی چی:
    د انګلوساکسون ادې په حقانیانو او د حقانیانو ادې په انګلوساکسون و………..م.

  15. اوسنۍ حالت په افغانستان کښی د بچة سقاؤ د جهل دوره تکراریږی ددی مسؤل ممالک امریکا + انګلیس او پنجابی پاکستان دی ، دی ممالکو د ۱۹۸۱ کال رااپدی خوا د خپلو شومو اهدافو لپاره رنګارنګ ګروپونه تربیه کړیدی او دی ممالکو د افغان ملت تهدابی محوه کولو لپاره دا تربیه ګروپونه په نوبت سره د ملت په اوږو سپاره کړل او اخیر کښی ئی بیا دا تهدابی تربیه شوی چړیان رامینځ ته کړل او امریکا + انګلیس او پنجابی پاکستان پلان لری چی افغان ملت ددی چړیانو وحشیانو په وسیله زیاتره بی سواده وساتل شی او هم په وچه ډوډی پسی ئی سرګردانه کړی افغان ملت باید ددی مکروبی چړیانو پر ضد ملی او بین المللی مقاومت شروع کړی او دا د بچة سقاؤ تکراری د جهل دوره باید خاتمه پیدا کړی !!!!

  16. له اپلتو څخه نه جوړیږي او لوده توب ترې ښکاروي ، اول خو پردی تاریخ پردي نومونه استعمالول په نا مربوطه ځای او موضع کې یو لوده توب دی ! حقانیان کوم قام او فرقه ندي ټول هغه ملایان چې له حقانیې مدرسې خلاص شوی نو تخلص یې حقانی ایښی دي ! په حقانیان کې ښه انسان شته خو راپوزیان ځای نه پکشې لري !

  17. هلته یو بل عکس راغلی چی یو طالب یو ی نجلی ته شهادتنامه د پوهنتون ورکوی او بیا ورلاندی لیکلی چی دا خلکو ته هیلی ورکوی او بیا بل خبرراغی چی مولانا صاحب خلک سپک کړل دا دوه ډوله متضاد مسایل دمنلو ندی طالب ټول یو طالب دی که زړونو ته هیلی ورکوی هم ټول به یی او که داسی شیان وایی چی تاسی لیکلی هم ټول طالبان به یی وایی بل حای کی طالبان د تقوا وایی بل جای کی وایی چی شرابو او فخاشو سره ګیر شول بل جای وایی ټول له غربه راغواړو راشی اوبل جای بیا خلک تنګوی او تیښتي ته یی مجبوروی داخبرونه باید یو رقم وی طالبان له بره ترکوزه یو رقم دی څو رقمه ندی یا به دا وی چی ځینی به بدلیږی لکه پخوا به چی چا ویل امریکایان سپوږمی ته تلی نو ملایانو به په کوپر نیول خو اوس ملایانو منلی چی سپوږمی ته ختلی او دا یی هم منلی چی مزکه ګرده ده او دغوایی په ښکر نده پخوا به چی سپږمی ونیول شوه تندر به شو نو ملایانو به توبی ویستلی ژړل به یی چی خدای په قهر شوی سپوږمی ی توره کړه خو نن یی منلی چی دا عادی خبره د مزکی سیوری کله پر سپوږمی راځی پخوایی ټی وی نه منله اوس یی خپله ګوری او عسکونه هم باسی او طیاره کی سپریدل یی کوپر باله اوس خپله پکی سپریږی هم مخکی دوره کی طالبانو نجونی نه پریښودی اوس ټولی مکتب ته ځی دا سی ډیر شیان بدلیږی بنیادم ورور ورو هوښیاریږی تاسی غوسه مه کوی ورته وښایاست بد رد ویل ندی پکار لارښونه پکار ده طالبان غوږ نیسی او د زده کولو شوق لری وخت پکار دی

  18. زما معزز او مومن وروڼو ته
    السلام علیکم۰۰۰ و بعد؛
    که رښتیا هم غواړو چې د الله دین زموږ پر ژوند حاکم ، الله رب العزت راضی او اصلاح راشی نو لار کاملا روښانه ده ؛الله جل جلاله؛زموږ رب لار راښودلې او فرماېې؛
    فان تنازعتم فی شیءِِ فرده الی الله والرسول اِن کنتم تومنون بالله والیوم الاخر۰۰۰
    بیا فرمایی؛ که امراء بمآانزل سره سم حکم نکوی همدوی فاسقان،ظالمان او کافران دی۰
    بیا فرمایی ؛امانات ،اهل ته یی وسپاریی
    نو که ملی او اسلامی امانات،اهل ته یی و نه سپارل شی نو مآانزل الله ترک شوی بیا به نتیجه فسق،ظلم
    او کفر وی
    رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی؛ فساد دِ عالم ،فساد دِ عالم دی
    محجوب وزیر تحصیلاټ عالی،پوهاندانو او دکاتروو ته وایی؛ تاسی شل کاله امتیازات درلودل ،نور تاسی طمع مه کوی،نور زموږ وار دی۰
    د جناب وزیر خبرو نه څه راوځی؛ د الله جل جلاله کلام،احادیث نبوی او دفقهاوو نه څه نه وایی،او استناد هم ورباندی نه کوی،شل کاله یی قربانی ورکړی ،ډدی لپاره چې وزیر شی ،خپل او خپلوان یی د
    چور او فساډ کرسۍ اشغال کړی،ادنی نسواری، محروم بی تجربی او له ښار او دفتر سره نابلدطالب د پوهاند،ډکتورا او متخصص ځای اشغال او ملوث کړی ،او بیقاعدی امتیازات ترلاسه کړی۰
    نو ایا دا امانات، اهل ته یی سپارل شوی؟که د جاهلو دوستانو ،صریح خیانت دی۰
    ایا خبریاست چې اهل د اماناتو څوک دی؟
    ایا تاسی د خلق او پرچم ،تنظیمونو او د بن انحصار ی حکومتونو نه هم د انحصار لوړې څوکې ته نژدی نه یاست؟
    ایا جیبونه او خیټې مو ډیر ژور او غټې ندی؟
    ایا تاریخ اسلام ،دډې ډول انحصار کوم مثال لری؟

    دطالبانو هغو مشرانو ته چې عالم او متقی دی،زما وړاندیز دا دی؛
    تر ټولو ښه او متخصص علما،تحصیلات عالی او معارف کی توظیف کړی ،ځکه دی ځایو کی انسان او بیا مسلمان روزل کیږی،فاقد شی مه ورلیږی ،هغوی ته شخصی تحفی ورکړی
    پدی طرزالعمل ، خبرو سره چې طالب وزیر کړیدی ،په حکومت،پوهنتون او نورو ادارو کی متخصصین ساتلی او پاللۍ نشو ،ځکه تحصیلات عالی او پوهنتون د متخصصینو ځای دی،نو بیا بله لار دا ده چې د کنفراس اسلامی او اسلامی معتبرو جامعاتو نه د متخصصینو درویزه هم وکړو ،تر څو
    دِ وقت او اسلام مقتضیاتو سره سم د پوهنتون،وزارت او دولت بنسټ راته جوړ او هر څوک خپل مکان وپیژنی
    او حضرت وزیر خان باید وپوهول شی چی که افغانان څلویښت میلیونه وی،نوکیدای شی چې یو میلیون یی مفسدو حکامو سره وی،نو ټولو ته مفسد ویل هم حماقت دی او هم بد اخلاقی،حال داچی طالبان یو میلیون هم ندی او پاتې نه دیرش میلیونه اکثرا مستقل او د مفسدینو ،عمال او اجیرانو کرکه لری، خو د خورد و برد سټې ټولو فاسدو حکومتو کی لسو ته نه رسی ، خو نه پوهیږم چی
    وزیر ته د انسانیت او دعوت ژبه ولی نه ورځی او فکر کوی چی ټول علم همدا دی چې زما خیټه کی دی او نور علوم نافعه بیا ساینس او تکنالوجی د ژوند او جهاد وسایل نه بلکې فقط نسوار تولیدوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب