پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeروغتیاد ډیر انتي بیوټیک خوړلو او سرطان ارتباط

د ډیر انتي بیوټیک خوړلو او سرطان ارتباط

څېړنې وايي

څېړنې وايي، هغه کسان چې د اوږد وخت لپاره انتي بیوټیک درمل خوري، د کولمو اندازه یې ورسره لوېدای شي  او حتي د سرطان سبب کېدای شي.

طبي متخصصان خبرداری ورکوي چې دا لومړنۍ پایلې لا نورې څېړنې ته اړتیا لري، چې په وینا یې وګړي باید د انتي بیوټيکو له خوړلو بیخي لاس وانه خلي. په اکثرو هیوادونو کې ډاکتران په اسانه ناروغانو ته انتي بیوټیک نه تجویزوي.

 څېړونکو د ۱۶ زره هغو نرسانو معلوماتو ته کتنه کړې چې د امریکا اوږدمهال نرسېنګ تجربې یوه برخه وو.

څېړونکي بالاخره دې پایلې ته رسېدلي چې د ۲۰ او ۳۹ کلونو ترمنځ عمر کې دوې میاشتې یا ډېر وخت انټي بیوټیک کارول د ژوند په راتلونکي پړاو کې کولمو کې د ښه پړسوب یو مشخص ډول رامنځ ته کوي.

هغه کسان چې د اوږد وخت لپاره انټي بیوټیک درمل خوري، د کولمو د کچې لویېدو امکان یې شته، چې ان د سرطان د ناروغۍ لامل ګرځېدای شي.

څېړونکو ویلي، دا پایله هغه نوي ثبوتونه په ډاګه کوي چې وايي په کولمو کې د میکروبونو ډېروالی د پړسوب ډېرېدو لامل کېدای شي.

د دې څېړنې پایلې په ”Gut” طبي خپرنۍ کې هم چاپ شوې دي.

د څېړنې پایله ښيي، هغه ښځې چې څلوېښت یا پنځوس کلنۍ کې دوې میاشتې یا ډېر وخت انټي بیوټیک وخوري، تر راتلونکو څو لسیزو پورې یې کولمو کې د ژونکو (حجرو) تورم رامنځ ته کېدو لامل ګرځېدای شي.

خو څېړنې دې ته کتنه نه ده کړې چې ایا په معده کې څومره پړسوب د سرطان ناروغۍ لامل ګرځېدای شي.

د څېړنې چمتو کوونکو ټینګار کړی چې دا څېړنه په پرېکنده ډول دا نه ثابتوي چې ګني انټي بیوټیک د سرطان ناروغۍ لامل ګرځي، خو دا مني چې د درملنې لپاره د انټي بیوټیک ګولیو زیږنده باکټریا په کې مهم رول لوبولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...