چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد پاسپورټ عمومي رييس له دندې ګوښه کړای شو

د پاسپورټ عمومي رييس له دندې ګوښه کړای شو

تاند(پنجشنبه، د حوت ۲۶ مه) په ټولنیزو شبکو کې د یوې ویدیو له خپرېدو وروسته د طالبانو حکومت د پاسپورټ عمومي ريیس عالم ګل حقاني له دندې ګوښه کړ.

په خپره شوې ویدیو کې په یوه خونه کې یو تن چې ادعا کېږي د علم ګل حقاني ورور دی په داسې حال کې لیدل کېږي چې شراب ورته ایښي او له څو نامحرمو ښځو سره یې غیراخلاقي بانډار جوړ کړی دی.

طالبانو د دې ویدیو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

خو د طالبانو د دفاع وزارت د ستراتیژیکو اړیکو ريیس لطف الله حبیبي نن سهار (پنجشنبې) وویل چې د پاسپورټ عمومي رييس د خپل ورور د اخلاقي فساد په خاطر له دندې ګوښه کړای شوی دی.

حبیبي پر خپله ټویټرپاڼه د اخلاقي او اداري فساد په تړاو د پاسپورټ د ريیس عالم ګل حقاني د ورور نیول کېدا د افسوس وړ بللې خو دا یې د طالبانو د لیکو د پاکوالي نښه بللې چې هیڅوک د دوی په نظام کې قانوني مصونیت نه لري او د هر خاین خیانت افشا کېږي.

ده همداراز لیکلي:

سره له دې چې د دې ویدیو له خپرېدو وروسته یو شمېر خلکو طالبانو ته د انتقاد ګوتې نیولي چې دوی هم له اخلاقي فساده خالي نه دي خو د طالبانو د ویندویانو د دفتر یوه غړي محمدجلال د پاسپورت د دفتر د ريیس برطرفي د دې ښکارندویه وبلله چې طالبان د پخواني حکومت خلاف قوانین پر ټولو یو شان تطبیقوي او هیڅوک د جنایتکارانو د اقداماتو دفاع نه کوي

4 COMMENTS

  1. اوس د ریس صیب له خپل ورور سره یوه ولاړ شی هیرا منډی ته او هلته دی رسمی پروګرام جوړ کړی. لعنت دی پر تاسو حقانیانو شی ټولو کونی ورکړی په مدرسو کی لوی شوی ګدایګران دی.

  2. از روزیکه: درسال ۱۹۷۴ عیسوی تاسیس شد همواره الفساد اخلاقی وفساد‌ مالی این گروه بر سرزبانها افتاده است! فساد اخلاقی این گروه بیشتر بشکل‌ بچه بازی و سوء استفاده جنسی از اطفال خورد سن! وفساد مالی طالبان بشکل‌ اداره مافیای مواد مخدر وقاچاق سلاح و استخراج غیر قانونی معادن تبارز یافته ! اما شراب ب خوری وفحشا‌ءدربین طالبان نیز خیلی زیاد است وبرای اولین توسط خود این گروه رسانه ای میشود!

  3. دا خو د کباړيانو بله رسوايي ده سي ځان وشرماوه په دې کې خامخا د لوی کباړي ګډون وه د پاسپورتو تجارت اوس په رڼډيتونونو کې هم روان ده. دغه ته وايي اسلامي عمارات او د کباړي خرکانيانو اسلاميت ?

  4. سوغۍ ورکولو لپاره دوۍ شرعي احکام جوړي کړي ژمنه په هغه پسې مه ګرزه دغه د لوط قوم ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب