جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+ناکامورا او پارک يې / زاهد خليلي

ناکامورا او پارک يې / زاهد خليلي

ناکامورا څوک و؟

ډاکټر تېتڅو ناکامورا، چې افغانانو کاکا مراد باله، په ۱۹۴۶ کې د جاپان په Fukuoka سيمه کې زېږېدلی و. ناکامورا په ۱۹۷۳ کې د جاپان له Kyushu پوهنتون کې په طب کې سند واخيست. په ۱۹۸۲ کې يې د يوه بل جاپاني ډاکټر Iwamura Noboru يو ليکچر واورېد.  نوبورو کالونه له Overseas Christian Medical Cooperative Services (JOCS) سره په نيپال کې رضاکاران دنده ترسره کړې وه. ناکامورا د نوبورو له ليکچر وروسته پريکړه وکړه چې JOCS سره به کار پيلوي. ناکامورا په ۱۹۸۲ کې پېښور ته واستول شو. د Peshawar-kai په نوم غېر دولتي مؤسسې هم له ناکامورا سره مرسته کوله. د Peshawar-kai مؤسسه په ۱۹۸۳ کې د ده د ملګرو له لوري جوړه شوې وه. ناکامورا د ۱۹۸۴ او ۱۹۹۰ تر منځ د JOCS سره په پېښور کې د جذام ناروغو په درملنه بوخت و. ناکامورا او د هغه افغان ملګرو د Peshawar-kai په مرسته په پېښور کې د افغان کډوالو درملنه هم پېل کړه. Peshawar-kai د دغو فعاليتونو د تنظيم له پاره په ۱۹۸۹ کې د جاپان-افغانستان طبي خدماتو په نوم يوه اداره جوړه کړه څو د افغانستان په کليوالو سيمو کې د افغان ناروغانو سره طبي مرستې وکړي. د ناکامورا دغه فعاليت د JOCS د اصولو خلاف عمل و، نو ځکه ناکامورا په ۱۹۹۰ کې استعفی ورکولو ته اړ شو. په نوييمو کالونو کې نور جاپانيان د ناکامورا مرستې ته ورغلل. له دې وروسته ناکامورا او Peshawar-kai له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړ. په پېښور کې يې د افغان کډوالو له پاره يو اويا بستريز روغتون هم جوړ کړ.[i]

       ناکامورا د افغانانو له پاره طبي خدماتو ته ځان وقف کړی و. ناکامورا په ۱۹۹۱ کې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د Peace Japan Medical Services (PMS) په نوم يو کلنيک پرانېست.[ii] وروسته يې په پېچ او واما درو کې هم پرانېست.[iii] کله چې په ۱۹۹۳ کې په دره نور کې وژونکې ملاريا خپره شوه نو ناکامورا جاپان کې د مرستې غوښتنه وکړه. ناکامورا د جاپاني ډونرانو د مرستو په واسطه د ملاريا ضد درمل واخيستل او د شل زرو څخه زياتو خلکو درملنه يې وکړه.[iv] په ۲۰۰۰ کالونو کې نورې نړۍ په ګډون په افغانستان کې هم وچکالي راغله. ناکامورا څاه ګانې او کارېزونه وويستل چې دې سره د ډېرو خلکو ستونزې حل شوې او پاکو اوبو ته يې لاس رسی پېدا کړ. ناکامورا پوهېده چې د خلکو روغتيايي ستونزې د وچکالۍ  او پاکو اوبو د نه شتون له امله دي، نو ځکه يې خپله توجه د اوبو کنټرول ته واړوله.

ناکامورا باور درلود چې “ خوندي اوبه او خواړه له سلو کلينيکونو څخه ډېر ارزښتناک دي. ناروغي وروسته درملل کېږي خو له اوبو پرته به خلک مړه شي.” د ۲۰۰۱ په اکتوبر کې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ. د يرغل او بمبارۍ له امله ډېرې مؤسسې له افغانستان د وتلو په حال کې وې خو د ناکامورا PMS په کابل کې پاتې شو او د کابل په پينځو سيمو کې يې د بېړنيو خدماتو کلينيکونه پرانېستل. کله چې امريکايي الوتکو په اکتوبر کې په کابل بمباري وکړه نو د PMS له خوا له خلکو سره د خوراکي توکو مرسته کېده.[v] د امريکا د بريدونو تر مهاله ناکامورا د خپلو مرستو پر بنسټ د خلکو د هوساينې له پاره شپږ سوه کانالونه ايستي وو.[vi]

ناکامورا د اکتوبر له بريدونو او بيا په افغانستان کې د نوي نظام له راتګ وروسته هم د خلکو د هوساينې او اسانتياو له پاره خپلې انساني همکارۍ ته دوام ورکړ. ناکامورا خلکو ته د اوبو رسولو او د شاړو ابادولو له پاره د کونړ له سيند څخه بېلابېلو کانالونه جوړ او ويالې يې وويستې. د ناکامورا د دغو هڅو په نتيجه کې د کامې، ښېوې او ګمبيري په ګډون د افغانستان په ختيځ کې ډېرې سيمې زرغونې شوې. د ناکامورا پروژو نه يوازې خلکو ته اسانتياوې برابرولې بلکې د بې کارۍ په کمولو کې يې هم لوی رول لوبولی دی. ښايي د ناکامورا په هڅو مرواريد کانال يوه لويه پروژه وه چې د ښېوې په زرغونولو کې يې لوی رول ولوبوه. د مرواريد کانال په ايستلو کې شپږ لکه افغانانو کار وکړ او د ۲۰۱۰ په فبرورۍ کې له اووه کاله کار وروسته تکميل شو.[vii]

ناکامورا د ۲۰۱۹ په ډيسمبر کې په جلال اباد کې ووژل شو. ناکامورا ته د هند او فيليپين په ګډون ګڼو هېوادونو د هغه د خدماتو له امله ايوارډونه هم ورکړي او افغان حکومت ورته افتخاري تابعيت هم ورکړی و.

د ناکامورا پارک

د ننګرهار له مرکزه کونړ ته په غځېدلي سړک د کوز کونړ (ښېوې) ولسوالي هغه سيمه ده چې ناکامورا په کې د خلکو د ابادۍ او هوساينې له پاره ډېرې هلې ځلې کړي دي. ناکامورا په دغه سيمه کې د مرواريد بدلون راوستونکی کانال کېندلی چې د دغه کانال په کېندلو سره د سيمو په زراعت او پاکو اوبو کې ډېر لوی انقلاب راغی. د کانال تر څنګ يې د کوز کونړ (ښېوې) په نوم يو تفريحي پارک هم جوړ کړی چې د خلکو د توجه وړ ګرځېدلی دی.

په ښېوه کې د مرواريد کانال او پارک دولس سوه جريبه ځمکه کې جوړ شوي دي. دغه پارک مخکې د ښېوې پارک په نوم يادېده، خو د ناکامورا له وژل کېدو وروسته د والي شاه محمود مياخېل په مشرۍ اداري شورا دغه پارک ناکامورا ته د درناوي په خاطر ناکامورا په نوم ونوموه.[viii]

دغه پارک د ۲۰۱۳ په نومبر کې افتتاح شوی او د PMS له لوري په پينځه جريبه ځمکه کې جوړ شوی دی او لګښت يې همدې ادارې ورکړی دی.[ix] ځمکه د اراضي له خوا PMS ته اجاره باندې ورکړل شوې ده چې دغه مؤسسه په کې خپل پلانونه عملي کوي.[x]

ليکوال تېر کال دغه پارک ته تللی و خو څه موده وړاندې چې بيا دغه پارک ته ولاړ نو پارک کې يو لوی بدلون راغلی و. بدلون دا و چې د پارک په يوه څنډه کې يو څلی جوړ شوی چې د ناکامورا تصوير په کې رسم شوی دی. د مؤسسې کارمند محمد حنيف وايي چې دغه څلی د ناکامورا په ياد جوړ شوی دی او تقريبا ۲۵ زره ډالر لګښت ورباندې راغلی دی. حنيف زياتوي چې د پارک او شاوخوا سيمو د کارګرانو شمېر اتيا تنو ته رسېږي او دغه شمېر کارونو ته په کتو وخت نا وخت کمېږي او زياتېږي.[xi]

د ناکامورا پارک د شاوخوا سيمو خلکو توجه جلب کړې وه، خو د ناکامورا له وژل کېدو وروسته يې د نورو ولايتونو د خلکو توجه هم جلب کړه. هر کال د اخترونو، نوي کال، خپلواکۍ ورځې او نورو مناسبو ورځو باندې خلک دغه پارک ته ځي او هلته ورځ تېروي. د غرمې پخلي له پاره د پخلي وسايل له ځان سره وړي او مازيګر ناوخته پورې هلته وي.غازي جان چې له تېرو نهو کالونو راهيسې د پارک کارمند دی وايي چې د جمعې په ورځ دومره خلک راځي چې پارک کې ځای نه وي.[xii] د مؤسسې کارمند محمد حنيف بيا وايي چې هره ورځ له زرو تر دوه زرو پورې خلک د دغه پارک ليدو ته ورځي.[xiii]

غازي د سيمې د خلکو او ورتلونکو سېلانيانو له چلند څخه خوشاله دی. هغه وايي چې د کلي خلک مرسته کوي او د جاپان له مرستې خوشاله دي. هغه زياتوي، خلک د پارک پاکۍ ته هم توجه کوي او څه چې خوري نو کثافات يې په کثافت دانيو کې اچوي.[xiv]

د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه دغه پارک ته ورځي. شهزاده چې د لغمان څخه ياد پارک ته ورغلی دی د ناکامورا کړنې ښې ګڼي او د ناکامورا له کړنو ډېر خوشاله دی. شهزاده د پارک له کارمندانو او د پارک د شاوخوا خلکو له چلند څخه خوشالي څرګندوي. شهزاده له دولت غوښتنه لري چې ناکامورا پارک ته د ننګرهار-کونړ له سړک څخه غځېدلی سړک پوخ کړي.[xv]

د ناکامورا پارک شين دی او د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو څخه ډک دی. غازي جان وايي چې  د دې ونو حاصلات پلورل کېږي او پېسې يې بېرته په همدې پارک مصرفېږي.[xvi] د پارک تر څنګ له اوبو ډک يو نهر هم بهېږي او ښکاري چې دغه نهر د سيمې په ښېرازه کولو کې مهم رول لوبوي. د پارک شاوخوا بېلابېلې کروندې ليدل کېږي چې مېوې، سبزي او نور بوټي په کې کرل شوي دي.

که څه هم د ناکامورا پارک د پرانستو شاوخوا اته کاله کېږي، خو ليدل کېږي چې کافي اسانتياوې لا هم نه لري. د بېلګې په ډول، په سخت اوړي او د باران پر مهال د ناستې خوندي ځای نه شئ موندلی. دغه راز د ناستې له پاره چوکۍ هم نه شته. يوازې چمن دی چې تاسو په کې په عادي حالاتو کې کېناستلی او له پارک خوند اخيستلی شئ. د پارک دننه او بهر د خوراکي توکو داسې هټۍ نه شئ موندلی چې لازم توکي ترې ترلاسه کړئ. وروستيو کې په کې يوازې د چای هټۍ جوړې شوي خو کيفيت يې بېخي خراب دی.

ناکامورا د ۲۰۱۹ د ډيسمبر په څلورمه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د وسله والو کسانو په ډزو کې له څو تنه کارمندانو سره ووژل شو. د ننګرهار مخکینۍ ولايتي ادارې ويلي وو چې د ناکامورا قاتلين يې نيولي دي خو د نور پرمختګ خبره يې نه کوله.

د ۷۳ کلن ناکامورا په مړينه د افغانستان په کچه سخت خپګان وښودل شو او هغه د ابادۍ د يو اتل په توګه ياد شو. په ياد يې په بېلابېلو ښارونو کې شمعې بلې شوې او په ځينو ځايونو کې يې ځينې سيمې په نوم ونومول شوې.

[i] Sven Saaler, Christopher W. A. Szpilman (Edited) (2011) Pan-Asianism: A Documentary History, 1920–Present, Plymouth, Rowman and Little Field Publishers, p. 354.

[ii] http://www.peshawar-pms.com/eg/index2.html About Peshawar-kai &PMS (Peace Japan Medical Services) (Accessed 4/11/2021).

[iii] https://openjicareport.jica.go.jp/pdf/12068755_05.pdf Activities by Peace (Japan) Medical Services (PMS) (Accessed 4/11/2021).

[iv]  http://www.peshawar-pms.com/eg/index2.html About Peshawar-kai&PMS(Peace Japan Medical Services) (Accessed 4/11/2021).

[v] https://openjicareport.jica.go.jp/pdf/12068755_05.pdf Activities by Peace (Japan) Medical Services (PMS) (Accessed 4/11/2021).

[vi] Saaler, Szpilman, Pan-Asianism:, ibid., p. 354.

[vii] https://openjicareport.jica.go.jp/pdf/12068755_05.pdf, Developing the Foundations for People’s Livelihood in Rural and Urban Areas (accessed 4/12/2021).

 ياران (۱۳۹۸/قوس/۱۸) ننګرهار: مرواريد کانال او کوز کونړ پارک د ناکامور په نوم نومول کيږي، ۴/۱۱/۲۰۲۱[viii]

https://tatobaynews.com/archives/62190

[ix]  اجمل ستانکزی سره مرکه (۴/۱۰/۲۰۲۱).

[x]  محمد حنيف سره مرکه (۴/۱۰/۲۰۲۱).

[xi]  محمد حنيف سره مرکه (۴هماغه نيټه).

[xii]  غازي جان سره مرکه (۴/۱۰/۲۰۲۱).

[xiii]  محمد حنيف سره مرکه (هماغه نېټه).

[xiv]  غازي جان سره مرکه (هماغه نېټه).

[xv]  شهزاده سره مرکه (۴/۱۰/۲۰۲۱).

[xvi]  غازي جان سره مرکه (هماغه نېټه).

2 COMMENTS

  1. It is a reality that who had killed Dr.Engineer Nakamura(Kakamoraad)
    was the enemies of the prosperity and rebuilding of Afghanistan esp. Kunar and Nangrahar provinces!!!
    Nakamura was an Hero of Health and Agriculture +Irrigation of kama , Kunar ..
    May Allah bless his Soul to Paradise.

  2. سلام
    بیلکل سمه لیکنه او مطلب دیږ
    نا کامورا د جاپانی خبریا ل « مېکۍ » چې په جابان کې ډیره مشهوره مجله لری دیر نژدې ملګری وه.د کا کا مراد دمیکی کارتون دیر خوښید د پېښورددینز هوتل په کومه کوته کې به چې اوسېد ه نو دبریژنیف کارتون به ددروازې بر مخ سرچپه وه .کاکا مراد دشهرت ، زور،پیسو او تشریفاتی خیالونو څخه وتلی شخصیت درلود :بنی آدم یو دبل غړی دی چې په پیدایښت کې له یوه ګهره دی . دوره کار چې کاکا مراد په ننګرهار او کنر کې کړی دافغانستان یوه رژیم هم نه دی کړی.
    نا کامورا دافغانستان یو باتور ،خدمتګا ر اتل وه چې تاریخ یی نشی هیرولی هغه له سیاست سره هیڅ مینه نه درلوده یوازې دخلکو خدمت ته یی لاتړلی وه اودستر سوچ خاوند وه.یاد دی ګرامی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب