د مازدیګر پای او د ماښام پيل و. د لمر ژېړې وړانګې د غروب پر لار ګړندۍ روانې وې. نه پوهېدم، چې څوک یې انتظار کړي . زه یوازې تیارو ته انتظار وم، ځکه چې زما بخت له ازله د تیارو ملګری و. تیارې زما په خوا په نڅا راروانې وې. له هوارې ډبرې پاچېدم، د راټولو شویو قیمتي ډبرو غوټه مې پر شا کړه. له مرګه بېرېدم، د انسانانو په لاس د مرګ نه؛ نه د حیواناتو. ځکه د دې ښار وګړو ته یوازې دنیا مهمه وه؛ نه انسان.
ښه شېبه مې مزل وکړ. د آسمان ټولې تیارې زما پر سر دمه شوې. لارې هم راسره د پټپټوني لوبه شروع کړه. کله یې پيدا کړم او کله راته بیا خپله ډبرینه پښه کښېږدي او پرې وغورځم. د روښنایۍ په لټه کې شوم، هغه روښنايي چې له ځان سره مې لرله. د زړه زربان مې ډير شول، له ځان سره مې وویل:
– دا غدار څراغ څه شو!
پيدا مې نه کړ. زما په اند د وچ رود پر غاړه رانه پاتې شوی و. ښه شېبه فکرونو له ځان سره یوړم او له خپلې ارواه سره مې خبرې پيل کړې:
– څنګه به ځم، روښنايي به د څه نه کوم!
همدې فکر کې وم، یو دم مې یوې خپې څېرې تر څنګ ساه واخیسته. شاوخوا مې وکتل، هیڅ نه و. بیا ځلې د څراغ غم وخوځولم، ناڅاپه راته د معتادینو ځای په نظر راغی. زه به چې کله هره غرمه له کوره راتلم، نو څو قدمه له لارې وړاندې به معتادین د نشې کولو لپاره راټول وو. د قیمتي ډبرو پنډوکي ته مې لاس ور اوږد کړ، چې پخوانۍ څېره بیا وخوځېده. هسې یې بېرول کړل، د پنډوکي پاتې شمله وه. د معتادینو ځای ته مې حرکت وکړ. شېبه وروسته په ډيره سختۍ ور ورسېدم. بې پامه مې په ډبره کې پښه بنده شوه، یو ښه خوشحالونکی غږ مې تر غوږو شو. شاوخوا مې په تیاره کې سترګې وغړولې؛ خو څه مې ونه لیدل. کښېناستم، د پيدا کولو لپاره مې یې د لاس په تپولو پيل وکړ. ناڅامه مې د ګوګردو په قطعي لاس ولګېد. راپورته مې کړ، د قطعې په یوه خوا مې ګوته چوج کړه. یوازې د شپږو پلتو شتون مې احساس کړ. قطعی مې جیب ته کړ، را ولاړ شوم، په پنډوکي کې تړلې شتمني مې راپورته کړه. یو څه وړاندې ونې ولاړې وې، ځان مې ور ورسوو. د ونې ښاخونه شاوخوا پراته وو. له جیبه مې د ګوګردو قطعی را وه ایست او د یوې پلتې سر مې د ګوګردو د قطعي په څنګ کش کړ. پنډوکی او د ګوګردو قطعی مې ځای په ځای وغورځول. د پلتې دې رڼا ته مې د یوه لاس په منګولو خځلې را ټولې کړې. زما پر وړاندې دې اور هم ساه ورکړه او ومړ. د دې ویر غم مې پرېښود او د ګوګردو د قطعي په طرف مې لاس اوږد کړ. قطعی مې راواخیست، بیا ځلې یوې پلتې قرباني ورکړه. مګر د زر مړه کېدو اجازه ما ورنه کړه. پلته مې د خځلو لاندې کړه، اور بل شو. په منډه منډه مې درې غټ غټ د ونې ښاخونه راوړل او د اور په سر مې کېښودل.
ناڅاپه مې غږ تر غوږو شو، د پنډوکي خوا ته مې وکتل، پنډوکی داسې معلومېدو، لکه چا چې سکروټه پکې ایښې وي. ورخطا ورپاڅېدم، اور نه و. یوې ډبرې له اور نه روښنايي اخیستې وه. غږ ورو ورو را لنډيدلو، ما هم د تلو اراده وکړه، ځکه مرګ راته سترګې غړولې. شپه وه، معمولاً په شپه کې یوازې خلک په روښنایۍ پسې تاویږي. د دې تر څنګ د دې ځای خلک له ثروت هم انسانان قرباني کوي. پنډوکی مې خلاص کړ، شین بخوندې ډبرې نوره هم روښنايي خپله کړې وه. له پنډوکي مې راوه ایسته او تر څنګ مې کېښوده. د ګوګردو قطعی مې جیب ته کړ او پنډوکی مې هم وتاړه. ډبره لا روښانه کېدله، را روان کسان رانږدې کېدل. پاڅېدم او پر خپله لار ګړندی روان شوم. ښه تلواري شېبه مې مزل وکړ، د ډبرې روښنايي ورو ورو مړاوې کېدله. پر لار به مې نیمايي مزل کړی و، چې ډبرې هم د ملګرتیا په پرېښودلو پيل وکړ. د پخوا په شان مې بیا ځلې اور بل کړ او د اور تر څنګ مې ډبره کېښوده. مګر تر پخوا دا ځلې ډبره زر روښانه شوه. هر څه مې راټول کړل او ډبره مې په لاس کې راواخیسته او بیا ځلې مې مزل پيل کړ. ګړۍ یا نیمه کړۍ به مې لا مزل نه و کړی، چې د سهار رڼاګانو خپل تنابونه واچول. خوب نه راتلو، ځکه د دې کار خلک وروسته له سهاره ویده کیږي. په لار کې دمې ته کښېناستم، ښه شېبه مې دمه وکړه او وروسته ولاړ شوم. کلی، کور او د سهار رڼاګانې هم رالنډې شوې وې. حرکت مې وکړ، څو ګړندي ګړندي قدمونه مې واخیستل. بېرته مې قدمونه د ورو کړل، د خوښۍ احساس مې وکړ. په خپله دروازه مې سترګې ولګېدې، ملانو هم د سهار په آذانونو پيل وکړ. څو دقیقې پس دروازې ته ورسېدم. د دروازې ځنځير مې وشرنګاوه؛ خو دورازه خلاصه نه شوه. بیا ځلې مې دروازه لږ څه په زوره وشرنګوه. لږ وروسته مې د دروازې تر شا د بوټونو کړپاری تر غوږو شو. د دروازې ځنځير خلاص شو، میرمنې مې د روغبړ لپاره لاس راته ونیو. روغبړ مې وکړ او د راتلو په اړه یې وپوښتل. ور غبرګه مې کړه:
– سخته شپه وه.
دواړه د کوټو دهلېز ته ننوتو. واقعاً چې سخته او تیاره شپه وه. مګر بیا هم سهار ورپسې راغی.