جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهسي این این: طالبانو دوه امریکایان خوشي کړي

سي این این: طالبانو دوه امریکایان خوشي کړي

تاند(چهارشنبه، د قوس ۳۰ مه) سي این این تلویزیون راپور ورکړ چې د طالبانو له لوري په افغانستان کې دوه نیول شوي امریکایان له خوشي کېدو وروسته قطر ته روان شوي دي.

سي این این وايي، دوو سرچینو ورته ویلي چې په دغو دوو امریکایانو کې یو یې، چې ایفور شيرر نومېږي، فلم جوړوونکی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې پر اساس، شیرر د سږ کال په اګست کې له افغان پروډیوسر فیض الله فیض بخش سره یوځای په داسې حال کې ونیول شو چې په کابل کې یې فلم اخیست. ده په هغه ځای کې فلم اخیست چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

سي این این وايي چې د دوهم امریکايي نوم د هغه د کورنۍ په غوښتنه د اوس لپاره نه څرګندوي.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې طالبانو دا دوه امریکایان په څه شرط خوشي کړي دي.

سي این این وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تراوسه پورې په دې اړه د دوی د پوښتنې په ځواب کې څه نه دي ویلي.

دا تلویزیوني چاینل وايي، د امریکا د حکومت یوه چګپوړي چارواکي ورته ویلي:«د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې له توقیفه د دوو امریکايي اتباعو د خوشی کېدا هرکلی کوي. موږ خوشاله یوو چې دا دوه اتباع مو ژر د خپلو کورنیو له غړیو سره یوځای کېږي. موږ د هغو د نومونو په اړه څه نه وایو.»

تر دې وړاندې په افغانستان کې د دغو امریکايي اتباعو د نیول کېدو په اړه څه نه و ویل شوي.

دا هم څرګنده نه ده چې امریکايي چارواکو ولې دا مسله پټه ساتلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب