Homeخبرونههندي میلیاردر لیونل مسي ته نادر سوغات ورکړ

هندي میلیاردر لیونل مسي ته نادر سوغات ورکړ

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۳۰ مه) د هند شتمن سوداګر اننت امباني د فوټبال نړیوال ستوري لیونل میسي ته یو نادر لوکس ساعت، د سوغات په توګه ورکړ.

د دې ساعت ارزښت شاوخوا ۱۳ لکه امریکايي ډالره دی.

د بریتانیايي رسنیو د راپورونو له مخې، لیونل میسي ته د هند د سفر پر مهال اننت امباني دا ځانګړی او ډېر نادر ساعت ډالۍ کړ. د رسنیو پر اساس، دا ساعت چې میسي ته ورکړل شوی، په ټوله نړۍ کې یې یوازې ۱۲ نمونې جوړې شوې دي.

یاد ساعت د تور کاربون فایبر جوړښت او سکېلېټن ډایل لري، چې د ساعت دننه میکانیزم په ښکاره ډول ښيي.

د میسي هغه عکسونه چې دغه ساعت یې پر لاس تړلی، په ټولنیزو رسنیو کې په چټکۍ سره خپاره شوي او ډېر پام یې ځان ته اړولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...