Home+وټس‌اپ د انسټاګرام په څېر د یوه نوي فیچر د معرفي کولو...

وټس‌اپ د انسټاګرام په څېر د یوه نوي فیچر د معرفي کولو په حال کې دی

تاند- د WABetaInfo د راپور له مخې، دا نوی فیچر به کاروونکو ته دا اسانتیا برابره کړي چې خپل ناتکمیل (ډرافټ) سټېټسونه خوندي کړي او وروسته یې بشپړ کړي.

دا فیچر دا مهال د واټس‌اپ په بیټا (Beta) نسخه کې یوازې د محدودو کاروونکو لپاره فعال شوی دی.

وټس‌اپ څه موده وړاندې د چټونو لپاره د ډرافټ خوندي کولو وسیله اضافه کړې وه، چې له مخې یې کاروونکي کولی شي هغه خبرې ژر وپېژني چې پیغام پکې لیکل شوی خو لا نه دی لېږل شوی. نوی ډرافټ فیچر به اوس دا بهیر د اسټېټس لپاره لا اسانه کړي.

په راپور کې ویل شوي چې دا نوی اختیار د اسټېټس په ایډیټر کې لیدل شوی، چې کاروونکي کولی شي خپل ناتکمیل سټېټس پکې خوندي کړي.

د دې فیچر په مرسته به کاروونکي ډېر ژر وکولای شي نیمګړي سټېټسونه د ډرافټ په توګه وساتي، که هغه متني وي، د سټېکرونو وي او که د عکس اسټېټس وي، تر څو وروسته یې بشپړ او خپاره کړي.

د انسټاګرام په څېر، د وټس‌اپ په ایډیټر کړکۍ کې به هم د ډرافټ ځانګړې برخه ښکاره شي.

راپور زیاتوي چې د سټېټس په ایډیټر کې یو نوی Save (خوندي کولو) تڼۍ اضافه کېږي، چې د هغې په کېکاږلو سره به کاروونکي خپل ناتکمیل اسټېټس خوندي کړای شي.

لکه څنګه چې یادونه وشوه، دا فیچر لا هم د بیټا نسخې برخه ده، نو دا مهال روښانه نه ده چې دا به کله د ټولو کاروونکو لپاره په رسمي ډول فعال شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...