Homeخبرونهپه هند کې له پیلانو سره د رېلګاډي په ټکر کې۷ پیلان...

په هند کې له پیلانو سره د رېلګاډي په ټکر کې۷ پیلان ووژل شول

تاند (یکشنبه) د لیندۍ/ قوس ۳۰ مه) د هند په آسام ایالت کې یوه مسافر وړونکې رېلګاډی د پیلانو له یوې رمې سره ټکر شوی، چې په پایله کې یې اووه پیلان/ هاتيان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

د ځایي چارواکو په وینا، دا پېښه تېره شپه  (چې سبا یې شنبه وه) رامنځته شوې او له امله یې د رېلګاډي پنځه واګونونه یا ډبې هم له پټلۍ واوښتې، خو د کوم مسافر د ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

پولیس وایي، د رېلګاډي چلوونکی د پیلانو په لیدو په بیړه سمدستي بریک ونیوه، خو رېلګاډی ونه توانېد چې پر وخت ودریږي. یاد اورګاډی د هند له میزورام ایالت څخه نوي ډیلي ته روان و.

د یوه نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې، په هند کې له شاوخوا ۲۲ زره وحشي پیلانو څخه تر ۴ زره زیات په اسام کې دي.

چارواکي وایي، د پیلانو د تګ راتګ لپاره په ځانګړو دهلیزونو کې د رېلګاډو پر چټکتیا محدودیتونه لګېدلي، خو دا پېښه له هغو ټاکل شویو سیمو څخه بهر رامنځته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...