Home+د ویلسن ناروغي (Wilson Disease) څرنګه ناروغي ده؟

د ویلسن ناروغي (Wilson Disease) څرنګه ناروغي ده؟

لیکنه: ډاکټر ش میره‌کی

د ویلسن ناروغي یوه نادره، ارثي (جنتيکي) ناروغي ده چې په بدن کې د مسو د بې‌کچې راټولېدو لامل کېږي، په ځانګړي ډول په ځیګر، مغز او سترګو کې. دا ناروغي هغه مهال پیدا کېږي چې ځیګر ونه شي کولای د صفرا له لارې زیات مس وباسي. که دا ناروغي پر خپل وخت ونه پېژندل شي او درملنه یې و نه شي، نو ډېره خطرناکه او آن ژوندګواښوونکې کېدای شي، خو که سمه درملنه وشي، تر کنټرول لاندې راوستل کېدای شي.

د ناروغۍ لاملونه

  • ارثي (جنتيکي): دا ناروغي میراثي ده او د «ATP7B» په نوم په جین کې د بدلون یعنې (Mutation) له امله رامنځته کېږي.
  • مېتابولیک / د بدن د بدلون ګډوډي (Metabolicdisorder): د مسو د بدلون بهیر ګډوډېږي او بدن نه شي کولی زیات مس په سمه توګه وباسي.
  • د مسو راټولېدل: زیات مس په ځیګر کې زېرمه کېږي، وروسته وینې ته خوشې کېږي او ورو ورو په نورو غړو لکه مغز، پښتورګو او سترګو کې هم ځای نیسي.

د ناروغۍ نښې

نښې د اغېزمن شویو غړو له مخې توپیر لري او ډېری وخت په تنکیو ځوانانو کې څرګندېږي.

  • د ځیګر ستونزې:

◦ ستړیا، زړه بدوالی، کانګې، د خوړو نه زړه کېدل

◦ د نس درد، زیړوالی، توره مټه او روښانه غایطه

◦ د هېپاتایتس (Hepatitis) یا د ځیګر د کمزورۍ نښې

  • عصبي ستونزې:

◦ د خوی او چلند ګډوډي، خپګان

◦ د خبرو او ګرځېدو ستونزې

◦ د لاس رېږدېدل، بې‌خوبي او سرخوږی

◦ د لید ستونزې

د ناروغۍ پېژندنه

  • د سترګو معاينه: د «کایسر ـ فلیشر حلقې» (Kayser-Fleischer Rings) شتون، چې د سترګې د قرنیې پر څنډه نسواري ګرده کړۍ وي او د مسو د راټولېدو له امله پیدا کېږي.
  • د وینې او مټې ازموينه: په وینه او مټه کې د مسو اندازه ټاکل.
  • د ځیګر نمونې اخیستل (Liver Biopsy): د ځیګر له نسج څخه نمونه اخیستل، تر څو پکې د مسو کچه وکتل شي.
  • جنتيکي ازموينه: د خرابو جینونو څېړنه، د ناروغۍ د تایید او د کورنۍ د نورو غړو د پلټنې لپاره.

د ناروغۍ درملنه

د نښلوونکو فلزاتو درمل (Chelating agents) چې له مسو سره نښلي او پښتورګو ته مرسته کوي چې هغه د مټې له لارې وباسي.

  • د خوړو بدلون: د مس لرونکو خوړو کمول لکه:

ځیګر، شکولات، مرخیړي او مغز لرونکي توکي.

  • د ځیګر لېږد (Liver Transplant): که د ځیګر زیان ډېر سخت وي، نو د ځیګر بدلون ضروري کېدای شي.

يادونه: شلاته (Chelation) څه ته وایي؟

شلاته هغه بهیر ته ویل کېږي چې پکې یو ځانګړی درمل له فلزي موادو سره کلک نښلي او هغه د بدن له دننه باسي. دې درمل ته په انګلیسي کې Chelating agent وایي او په پښتو کې ورته ویلای شو: د نښلونکو فلزاتو درمل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...