Homeخبرونهمسوولان: د واورې ورښت او طوفان له امله د سالنګ لار تړل...

مسوولان: د واورې ورښت او طوفان له امله د سالنګ لار تړل شوې

تاند ( یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۳۰) ‏د سالنګ لویه لار د واورې ورښت او طوفان له کبله تړل شوې ده.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، د واورې اورښت او طوفاني هوا له کبله دغه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې سالنګ کې د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس چپه کېدو له کبله ۵ تنو ژوند بایللی او ۴۴نور ټپیان شوي.

دغه پېښه تېره شپه شوې رامنځته شوې.

د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.

دغه راز د واورې د ورښت له امله هرات ته د ترکمنستان راغلې برېښنا هم قطع شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....