Homeخبرونهمسوولان: کابل کې اور ۷۰۰ زره ډالره زیان اړولی

مسوولان: کابل کې اور ۷۰۰ زره ډالره زیان اړولی

تاند ( یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۳۰مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په پلازمېنه کابل کې د بوټو په یوه منډوي کې اور لګېدلی خو د پراخېدو مخه یې ونیول شوه.

یاد وزارت زیاتوي چې د اور له امله شاوخوا ۷۰۰ زره امریکايي ډالر زیان اوښتی دی.

دغه وزارت وايي، یاده اورلګېدنه نن سهار د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې د اور په مخنیوی سره د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د نورو توکو د سوزېدو مخه ونیول وشوه.

سرچینه وایي، د اور له امله شاوخوا ۱۸ دوکانونه او ګودامونه هم زیانمن شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...