Homeخبرونهبغلان کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۸تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۸تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۳۰مه) ‏بغلان کې د طالبانو ولایتي چارواکي وايي ، چېد ۵۸۰ بس د اوښتو له امله ۴۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې تړاو د خپرې شوې خبرپانې له مخې، په دغه ترافیکي پېښه کې ۶ کسان مړه شوي او ۴۲ نور ژوبل دي.

یاد مسافر وړونکی بس له پلخمري ښار کابل ته پر لاره و، چې د سړک د یخک له امله اوښتی دی.

که څه هم د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي دي، خو تر اوسه یې د روغتیايي حالت په تړاو څه نه دي ویل شوي.

په دې وروستیو کې په هېواد کې د ترافیکي پېښو ګراف تر ریکارډ درجې لوړ شوی دی چې، لوی لاملونه یې خراب سړګونه، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د حکومت له لوري د ترافیکي قوانینو نه تطبیق یادېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...