سه شنبه, مې 7, 2024
Homeداسې هم شتهپه ترکیه کې د ناوې لپاره د سرو زرو ماسک جوړ شوی

په ترکیه کې د ناوې لپاره د سرو زرو ماسک جوړ شوی

تاند(شنبه، د اسد ۲۵) د کورونا ویروس په راتګ سره د ناوې لپاره هم عجیبه ډالۍ پیدا شوه.

په سویلي ترکیه کې د سرو زرو پلورنځي د کورونا ویروس خپریدو په اوږدو کې د ناوې لپاره د سرو زرو ماسک جوړ کړی.

دغه هیواد کې یو خپور شوی عکس ښیې چې یوه ځوان ناوې ته د سرو زرو ماسک اغوستی ده.

د ماسک قیمت چې حاجي مصطفی د سرو زرو څخه جوړ کړی د ۱۴،۰۰۰ ترکي لیره (شاوخوا ۲،۰۰۰ ډالرو) کیږي، حسابوي.

د دې سرو زرو پلورونکي په وینا هغه دا د سرو زرو ماسک جوړ کړ ځکه چې ساده ماسکونه د مراسمو په جریان کې د ناوې لید سره مداخله کوي نو ما هم د ناوې د ښایست لپاره دا ماسک جوړ کړو.

هغه وايي چې د دې ماسکونو جوړولو لپاره شاوخوا ۳۰ ګرامه سره زر کارول شوي او له همدې امله دوی ګران دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د کورونا ویروس د خطر د مخنیوي لپاره د سرو زرو ماسک جوړیږي بلکې له دې وړاندې په هند کې هم یوې انجلۍ ځانته د سرو زرو ماسک جوړ کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب