Homeخبرونهبشر حقونو خپلواک کمیسیون: د جګړې د قربانیانو کورنۍ باید په مذاکراتو...

بشر حقونو خپلواک کمیسیون: د جګړې د قربانیانو کورنۍ باید په مذاکراتو کې دخیل وي

تاند(شنبه، د اسد ۲۵) د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د سولې په مذاکراتو کې د جګړې د قربانیانو د ځایګي د خوندیتوب لپاره، د دواړه لوریو د قربانیانو استازي په نېغه توګه د سولې خبرو کې شامل کړای شي.

دغه کمېسیون همدارنګه ټینګار کوي چې د لومړني غوراوي د امکان په صورت کې، باید د جګړې د قربانیانو په هکله یوه ملي مشوره جوړه وشي چې د هغوی غوښتنو ته رسېدنه وشي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو رییس ذبیح الله فرهنګ ویلې چې، د جګړې د قربانیانو کورنۍ دې د خپلو سترګو لیدلی حال د دواړو لورو له مرکچي پلاویو سره شریک کړي او د دوی ستونزو او درد ته باید پاملرنه وشي.

له اتلانو سره د مرستې بنسټ هم چې د دولتي ځواکونو د قربانیانو د کورنیو یو ملاتړی بنسټ دی وایي چې په بین الافغاني خبرو کې باید د افغان ځواکونو د قربانیانو د کورنیو ونډه روښانه شي.

بل خوا ولسمشر غني وایي چې په لویه جرګه کې د بندیانو د خوشي کولو پرېکړه تر ټولو لوی خطر و چې افغانانو د سولې لپاره ومانه.

ښاغلي غني منلې ده چې د دغو پنځه زره بندیانو د خوشي کېدو بیه په دې معنی ده چې پر نورو مسایلو سربېره د قربانیانو کورنۍ عدالت ته نه رسېږي.

ټاکل شوې ده چې په لنډو ورځو کې د سولې بین الافغاني خبرې په قطر کې پیل شي، خو د دغه خبرو د پیل نیټه تر اوسه معلومه نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...