Homeخبرونهد ښځو د عالي شورا د جوړېدو لپاره د ولسمشر غني پر...

د ښځو د عالي شورا د جوړېدو لپاره د ولسمشر غني پر نوي فرمان نیوکې شوې

تاند(شنبه، د اسد ۲۵) د ښځو د عالي شورا د جوړېدو لپاره د ولسمشر غني نوی فرمان له نیوکو سره مخامخ شوی دی.

د ښځو د حقونو ځينې فعالانې وايي چې د دغې شورا جوړېدل  ننداریز دي او ټينګار کوي چې د سولې د خبرو اترو په درشل کې اړتیا ده چې په ټولو حکومتي بنسټونو کې ښځو ته ډېره ونډه ورکړل شي.

خو د ښځو د حقونو فعالانې د ښځو چارو وزارت د موجودیت تر څنګ د دغې شورا جوړېدو ته ګوته نیسي او وايي، اړتیا ده چې ښځې په ټولو بنسټونو ګې ونډه ولري.

د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په برخه کې د دولت وزیره سیما سمر ویلې چې،ښځې له کار، فعالیت او عدالت غوښتنې لاس نه اخلي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ د ښځو د عالي شورا د جوړېدو موخه د ښځو د ځواکمن کېدو او د هغوی د فعالیتونو پراخول لپاره یوه هڅه بولي.

د ولسمشر مرستیاله ویانده درانۍ جاوېد وزیرۍ ویلې چې د دغې شورا له جوړېدو موخه د ښځو پیاوړي کېدل، د ښځو د فعالیتونو پراختیا او همدارنګه د همغږۍ راوستل، د هغو نړیوالو ژمنو څار او تعقیبول چې د ښځو د حقونو په برخه کې یې کړې دي.

د افغانانو تر منځ د خبرو د احتمالي پیليدو په درشل کې د افغانستان د ښځو شبکې او د سولې او ولسواکۍ لپاره د برابرۍ بنسټ غړي له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته د ښځو د برخلیک په اړه اندېښمن دي.

دوی هیله لري چې په سولې خبرو اترو کې د ښځو حقونه خوندي پاتې شي.

بل خوا له طالبانو سره د خبرو اترو د پیلېدو په درشل کې ځينې فعالې ښځې وايي، نه ښايي چې، د طالبانو له ماتې وروسته د ښځو لاسته راوړنې د سولې د هوکړې پر مهال بیا ځلي له منځه ولاړې شي.

هیره دې نه وي چې افغان حکومت له دې وړاندې په ځلونو ویلې چې، د سولې په خبرو کې به هیڅکله د افغان مېرمنو هڅې او حقوق تر پښو لاندې نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...