تاند(شنبه، د اسد ۲۵) په هرات کې د افغانستان د زعفرانکارانو ټولنې مشر بشیراحمد رشیدي د زعفرانو صنعت د رکود خبرداری ورکوي او وايي، سږ کال ۱۸ ټنه زعفران تولید شوي، خو تر ۸ ټنه زیات یې له هېواده بهر نه دي صادر شوي.
رشیدي د شاوخوا ۵۰ سلنه تولید شویو زعفرانو د نه صادرېدو لامل د کورونا ویروس ناورین، د الوتنو لغوه کېدل او د حکومت نه پاملرنه بولي.
د هغه په وینا، د زعفرانو تولیدي شرکتونو او زعفرانکارانو په تېرو درې میاشتو کې تولید شوي زعفران کابل ته هم ونه شوای لېږدولی.
د افغانستان د زعفرانکارانو ټولنې مشر ټینګار کوي، که حکومت د زعفرانو د صادراتو لپاره بهرني بازارونه مشخص نه کړي، دغه صنعت به له رکود سره مخ شي.
په هرات کې د زعفرانو یوشمېر پلورونکي او تولیدوونکي د زعفرانو پېر او پلور لپاره د بازار نه موجودیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، که دولت د زعفرانو پلورلو لپاره په بهر کې بازارموندنه ونه کړي، ټول شرکتونه او تولیدوونکي به زیان وویني. دوی ټینګار کوي چې دغه ننګونه به زعفرانکاران ناهیلي کړي.
په همدې حال کې د هرات د کرنې ریاست مرستیال بشیراحمد احمدي وايي، سږ کال تولید شوي زعفران د کروندګرو په لاس کې نه دي پاتې شوي.
د هغه په وینا، ښايي د کورونا ناورین له کبله زعفران د شرکتونو لهخوا بهر ته نه وي صادر شوي، خو له تېرو څو اوونیو راهیسې د ځینو شرکتونو لهخوا د زعفرانو صادرات پیل شوي دي.
نوموړی ټنیګار کوي، که زعفران په سمه توګه وساتل شي، تر ۲ کلونو پورې نه خرابېږي.
د هرات د کرنې ریاست مسوولان وايي، د زعفرانو د صادراتو په برخه کې د سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکټور مسوولیت لري چې د پولو په پرانېستو او د بهرنیو الوتنو په پیلېدو سره دغه ستونزه حل کړي.