دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د هوایي چلند ملي اداره: د کورونا وبا له کبله...

د افغانستان د هوایي چلند ملي اداره: د کورونا وبا له کبله ۴۰ میلویونه زیان اووښتی

تاند(شنبه، د اسد ۲۵) د هوايي چلند خپلواکې ادارې مسوولين وايي، د کورونا ویروس له خپرېدو او د قرنطين محدوديتونو له وضع کېدو وروسته د روان ميلادي کال د جون مياشتې تر پايه يادې ادارې شاوخوا ۴۰ ميليون ډالر زيان کړی دی.

د يادې ادارې رییس محمد قاسم وفايي‌زاده نن ورځ يو خبري کنفرانس کې وويل، د قرنطين پرمهال د اريانا افغان او کام اېر هوايي شرکتونو هم د پروازونو بندېدو له امله ۳۰ ميليون ډالر زيان کړی دی.

نوموړي زياته کړه، د قرنطين پرمهال په يو شمېر هېوادونو کې د بندپاتي افغانانو د انتقال په موخه ۴۱۲ بهرني پروازونه شوي چې په ‌کې ۷۵زره افغانان هېواد را انتقال شوي دي.

وفايي‌زاده هيله څرګنده کړه چې په راتلونکې سپټمبر مياشت کې به بهرني پروازونه بياځلي پيل شي.

نوموړي دغه‌راز په روان لمریز کال کې له کابل، کندهار، هرات او مزار شریف له هوايي ډګرونو څخه د يو شمېر قاچاقي توکو کشف او ضبط ته په اشارې وويل، له يادو څلورو هوايي ډګرونو ۶۶۸۶ ګرامه طلا، ۲۶زره او ۸۳۰ ګرامه نشه‌يي توکي او ۸۱۷ ميله خفیفې وسلې نيول شوي او د دې ترڅنګ له بهرنيو پروازونو شاخوا ۳۰ ميليون ډالر او له داخلي پروازونو شاوخوا نيږدې ۴۴ ميليون امريکايي ډالر کشف او ضبط شوي دي.

په ورته مهال د حامد کرزي نړيوال هوايي عمومي رییس سيد عمر صبور وايي، د کورونا ویروس د ګواښ مخنيوي په موخه یې د روغتيا وزارت له لارښوونو سره سم د حامد کرزي په هوايي ډګر کې صحي تدابیر نيولي دي.

افغانستان کې د کورونا ویروس لومړۍ پېښه شاوخوا شپږ مياشتې مخکې ثبت شوه چې اوس‌مهال ۳۷زره او ۵۵۱ کسان پر ياد ویروس اخته شوي، له ډلې یې ۱۳۷۰ کسان مړه او ۲۷زره او ۱۶۶ نور بيا مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت چارواکو بيا ډاډ څرګند کړی چې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر مخ پر ټيټېدو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب