دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهصدیقي وایي طالبان په نویو پلمو غواړي د سولې خبرې وځنډوي

صدیقي وایي طالبان په نویو پلمو غواړي د سولې خبرې وځنډوي

تاند(شنبه، د اسد ۲۵) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، طالبان په نویو پلمو غواړي د سولې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

صدیقي وروسته تر هغه دغه خبرې وکړي چې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دوی افغان حکومت په رسمیت نه پېژني او له بین الافغاني مذاکراتو نه یې موخه له سیاسي اړخونو سره خبرې اترې دي.

صدیقي زیاته کړه، غوره ده چې طالبان د افغانستان ننني واقعیتونه درک کړي.

د هغه په خبره، د طالبانو اصلي طرف افغان دولت دی چې د افغانانو د غوڅ اکثریت استازیتوب کوي.

صدیقي ویلې، د طالبانو وروستۍ څرګندونې د پلمو او د سولې په پروسه کې د وخت ضایع کولو ادامه ده.

هغه زیاته کړې، د طالبانو د ۴۰۰ خطرناکو  غړو له خوشې کولو وروسته له طالبانو سره هیڅ پلمه نه ده پاتې.

نوموړي زیاته کړې، د دې وخت را رسېدلی چې طالبان د ولس هیلو ته وګوري، دا ډله د افغان ملت د هیڅ برخې استازیتوب نه کوي، له تاوتریخوالي لاس واخلي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنې ومني.

دا خبرې داسې مهال راپورته کیږي چې ټاکل شوې ده لنډو ورځو کې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب