دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهافغانستان آنلایز: جګړه نه ده کمه شوې، یواځې د جګړې سیمې بدلې...

افغانستان آنلایز: جګړه نه ده کمه شوې، یواځې د جګړې سیمې بدلې شوي دي

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۶مه: د افغانستان انلایز ویبپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی نه دی کم شوی، یواځې د جګړې سیمې بدلې شوې او د معلوماتو په خپرولو کې محدودیت راغلی دی.

دغې آنلاین رسنۍ په خپله خپره کړې مقاله کې په افغانستان کې د روانې جګړې له کبله ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه معلومات خپاره کړي دي.

سرچینه زیاتوي په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې په لاسلیک سره په افغانستان کې د جګړې په کچه کې کموالی نه دی راغلی او نه هم ملکي مرګ ژوبله کمه شوې ده.

د سرچینې په خبره د ۲۰۱۹ز کال په لومړۍ نیمايي کې په افغانستان کې ۳۸۱۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د ۲۰۲۰ز کال د همدې مودې مرګ ژوبله بیا ۳۴۵۸ ده.

د افغانستان آنلایز ویبپاڼې د معلوماتو له مخې په تاوتریخوالي کې هېڅ ډول کموالی نه دی راغلی.

په دغه خپره شوې مقاله کې راغلي فرق یوازې دا دی چې ناټو او امریکایي چارواکي د جګړې معلومات نه خپروي او دغه راز د طالبانو په شمول په جګړه کې ښکلیو ډلو د جګړې سیمې بدلې کړي دي.

د مقاله په یوه برخه کې ویل شوي، افغانانو چې د سولې هوکړې په هکله څومره هیلې لرلې ګټوره نه ده ثابته شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو سربېره په روانه جګړه کې ډیری ملکیانو ته هم زیاته مرګژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب