یکشنبه, مې 19, 2024
Homeداسې هم شتهد ننګرهار دوربابا ولسوالۍ کې ځایي خلکو یو پړانګ په زهرو وژلی

د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ کې ځایي خلکو یو پړانګ په زهرو وژلی

تاند ( یک شنبه، د اسد ۲۶) د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې ځایي خلکو یو پړانګ وژلی دی.

د دې ولایت د والي ویاند عطالله خوږیاڼي تاند وېب پاڼې سره په خبرو کې وویلې، چې دا پړانګ تېره ورځ ځايي خلکو د دوربابا په پړانګ درې سیمه کې هغه مهال وژلی؛ کله، چې پړانګ د ځايي خلکو پر ژوي برید کړی او له بریدو وروسته دوی ورته په هغه غوښه کې زهرګډ کړي.

خوږیاڼی زیاتوي، چې د دې پېښې په تړاو هڅې روانې دي څو پولیس هغه کسان ونیسي او څېړنه ترې وکړي، چې ولې یې پړانګ وژلی دی.

دوربابا ولسوالي یو له ځنګلزاره ولسوالیو ده، چې د ځايي خلکو په خبره بېلابېل ډولونه وحشي ژوي یې په ځنګلونو کې ژوند کوي.

یو شمیر د نظرخاوندان بیا وایي، حکومت باید د وحشي ژوو د ساتنې لپاره یوه پالیسي جوړه کړي څو هم خلک او هم وحشي ژوي په امن کې وي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب