یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا د ملي ګارد ۲۰۰ سرتېري له سخت ماموریت وروسته له...

د امریکا د ملي ګارد ۲۰۰ سرتېري له سخت ماموریت وروسته له افغانستان څخه وتلي دي

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۶مه: د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد د ملي ګارد ۲۰۰ سرتېري له افغانستان څخه وتلي دي.

راپورونه وايي د امریکا د ملي ګارد دغو سرتېرو اوږده موده په افغانستان کې دنده تر سره کړې وه چې تېره ورځ امریکا ته رسېدلي دي.

د دوی ښه راغلاست ته راغلیو امریکايي چارواکو ویلي چې دغو سرتېرو خطرناک ماموریت تر سره کړی دی او ستایلي يې دي.

یاد سرتېري په داسې حال کې له افغانستان څخه ووځي چې د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړه کې ویل شوي امریکايي ځواکونه باید په یوه کال کې افغانستان پرېږدي.

تر دې وړاندې د امریکا د دفاع وزارت ویلي وو، حالاتو ته په کتو به له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو کمولو ته دوام ورکوي.

د پنټاګون په یوه اعلامیه کې راغلي وو هڅه کوي په راتلونکو څلورو میاشتو کې د خپلو سرتېرو شمېر تر پینځو زرو راکم کړي، خو دا هر څه به شرایطو ته په کتو تر سره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب