Homeخبرونهلغمان کې د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کالیزې په ویاړمشاعره ترسره شوه

لغمان کې د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کالیزې په ویاړمشاعره ترسره شوه

تاند (یک شنبه، د اسد ۲۶) په لغمان کې د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو ۱۰۱ مې کالیزې په ویاړ مشاعره ترسره شوه.

په دې مشاعره کې، چې تېره شپه ترسره شوه د ختیځ زون ګڼو لیکوالو، شاعرانو او د ادب مینه والو ګډون کړی وو.

په دې پروګرا کې مشاعره،تمثیلي پارچې، ورزشي نندارې او د سندریز ماښام بېلا بېل پروګرامونه ترسره شول.

د لغمان د اطلاعات او کلتور رئيس اورنګ صمیم په دې جوړ شوي پروګرام کې د خپلې وینا پرمهال و د شعر او ازادۍ په ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې.

صمیم زیاته کړه، چې له دا ډول مشاعروڅخه یې موخه په ځوان نسل کې د هېوادنۍ مینې او د خپلو ملي اتلانو سره د دوی لا ښه پیژندل دي.

په دې مراسمو کې د لغمان د تیاتر لوبغاړو هم د آزادۍ په ویاړ نندارې ترسره او دغه راز  د تکواندو لوبغاړو بیا بیلابیل نمایشونه ترسره کړل.

د اسد ۲۸ مه د هېواد د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو ورځ هرکال دا ورځ په ټول هېواد کې په خورا شاندارو مراسمو نمانځل کیږي خو؛ د عامو خلکو په خبره سږکال ورته نیول شوی چمتووالی بې خونده دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...