یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعزیزالله فضلي: دوه ورځې وروسته افغان مرکچي پلاوی دوحې ته روانېږي

عزیزالله فضلي: دوه ورځې وروسته افغان مرکچي پلاوی دوحې ته روانېږي

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۶مه: طالبان وايي د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو د پیل کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه تازه مرکه کې ویلي، د حکومت له لوري د ۴۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو سره دوی تیار دي له افغان مرکچي ډلې سره مخامخ خبرې پیل کړي.

ښاغلي شاهین د دغو مذاکراتو د شروع کېدو په اړه پوره معلومات نه دي ورکړي چې کله به شروع کېږي.

بلخوا د سولې په برخه کې د ولسمشر اشرف غني یوه سلاکار عزیزالله فضلي  ویلي، دوه ورځې وروسته افغان مرکچي پلاوی دوحې ته روانېږي او په خبره یې تر هغه وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو ډډه کړې او ویلي یې دي چې دوی به یواځې له افغاني جهتونو سره غږيږي نه له افغان حکومت سره.

د افغانستان حکومت بیا وايي تر اوسه یې د هغو ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې ۸۰ تنه خوشې کړي چې سختي دوسیې یې لرلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب