یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهزلمي خلیلزاد د سولې په برخه کې د هڅو پرچټکتیا ټینګارکړی

زلمي خلیلزاد د سولې په برخه کې د هڅو پرچټکتیا ټینګارکړی

تاند ( یک شنبه، د اسد ۲۶) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې د پروسې د چټکتیا غوښتنه کړې.

زلمي خلیلزاد په تازه ټوېټونوکې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د حکومت د پلاوي پر غړې فوزیه کوفي بریدهم غندلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې پر فوزیه کوفي برید د هغو کړیو کاردی، چې غواړي د سولې هڅې ناکامې شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي ځینې کړۍ او ډلې شته، چې غواړي دسولې هڅې له خنډ سره مخ کړي او جګړه دوام وکړي.

زلمي خلیلزاد دغه راز د جګړې پرښکېلولورو غږ کړی، چې ژر تر ژره دې د سولې هڅې چټکې او په دې توګه دې د روانې جګړې په پای ته رسولو کې ونډه واخلي.

دا په داسې حال کې، چې دواړه لورو خپل مذاکراتي ټیمو اعلان کړي خو لاهم د بین الافغاني مذاکراتو د پيل نېټه نه ده مشخصه شوې.

تیره ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي وو، چې طالبان په نویو پلمو غواړي د سولې خبرې وځنډوي.

https://taand.net/%d8%b5%d8%af%db%8c%d9%82%d9%8a-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d9%be%d9%87-%d9%86%d9%88%db%8c%d9%88-%d9%be%d9%84%d9%85%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%ba%d9%88%d8%a7%da%93/

1 COMMENT

  1. خلیلزاد په اوسنیو شرایطو کی د افغانستان د جګړی او سولی دواړه پروسه په لاس اخیستی ځکه خو د طالبانو نظامی مسول ملایعقوب یی قطر هیواد غوښتی نو کله چی افغان دولت خبری ونه منی نو تنها یو ټویټ وکړی دلته په دولت فشار راوړی کله چی دولت د طالبانو په وړاندی د ستونزو خبره وکړی نو بیا په طالبانو فشار راوړی چی خبری ژر شروع کړی دا لکه بنین سیوان غوندی کار کوی خو امریکا به بیا پاکستان بله د جګړی نوی پروژه ورکړی چی باجوه تللی سعودی څخه هم پیسی او مرسته واخلی او هم دلته د داعش ډلی ته پراختیا ورکړی او په ایران کی فاطمیون د سلیمانی د قتل د غچ اخیستو خبره کړی چی پدی سره به بیا افغانان په مذهبی جګړه کی ښکیل شی چی ګټه به یی سعودی او ایران او پاکستان ته رسیږی او وژل کیږی به افغانان

    چی جګړه به د سونی مذهبه او شیعه مذهبه تر مینځ شروع شی ځکه خو پاکستان ځانګړو ځواکونو په جلال آباد په زندان باندی برید وکړ او ټول داعشیان یی خلاص کړل او طالبانو هم تیره ورځ وویل کله چی ۴۰۰ زندانیان آزادیږی نو داعش ورباندی د برید تابیه لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب