Homeخبرونهفرانسې له افغانستان څخه د درې تنه طالب بندیانو د نه خوشې...

فرانسې له افغانستان څخه د درې تنه طالب بندیانو د نه خوشې کېدو غوښتنه وکړه

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۶مه: فرانسې په رسمي توګه د افغانستان له حکومت څخه د هغو طالب بندیانو د نه خوشې کېدو غوښتنه کړې چې ددغه هېواد اتباع یې وژلي دي.

د روېټرز خبري آژانس د راپور له مخې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له حکومت څخه غوښتي، څو هغه درې تنه طالب بندیان چې د فرانسوي اتباعو په وژلو کې یې لاس درلود خوشې نه کړي.

دغه درې کسان د هغو ۴۰۰ طالبانو په ډله کې دي چې ټاکل شوې د افغانستان حکومت یې د ولسمشر په فرمان او د لویې جرګې په غوښتنه خوشي کړي.

فرانسه وايي یادو کسانو یې د اتباعو پر وړاندې جنایت ترسره کړی دی او باید خپله سزا وویني.

تر اوسه د ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې ۸۰ هغه یې خوشې شوي دي. دا بندیان د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره وروستی خنډ بلل کېده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې افغان حکومت ۵ زره طالب بندیان ازاد کړي، خو وروسته بیا په دغه ډله کې پر ۴ سوو بندیانو  اختلافونه راپورته شول.

د طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو د ولسمشر د صادر شوي فرمان ۶ ورځې تېرې شوي خو لا هم د طالبانو ۳۲۰ تنه بندیان د حکومت په بند کې دي او د بین الافغاني خبرو د پیل په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

بلخوا د ولسمشر یوه سلاکار عزیزالله فضلي ویلي چې دوه ورځې وروسته افغان مرکچي پلاوی دوحې ته روانېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...