یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتر ننګرهار او پکتیا وروسته افغان ځواکونو په کندهار کې ډیورنډ کرښې...

تر ننګرهار او پکتیا وروسته افغان ځواکونو په کندهار کې ډیورنډ کرښې ته نږدې پوځي تمرینات پیل کړي

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۶مه: له ننګرهار وروسته افغان امنیتي ځواکونو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې نظامي تمرینات پیل کړي ډي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په دغو پوځي تمرینانو کې هوايي او ځمکني ځواکونه برخه لري.

چارواکي وايي په سیمه کې د داسې تمریناتو تر سره کولو څخه یې هدف د غیر قانوني اقداماتو پر وړاندې تیاری نیول او د احتمالي خطراتو پر وړاندې چمتووالی دی.

باید وویل شي چې تېره ورځ افغان ځواکونو د پکتيا ولايت ځاځي اريوب ولسوالۍ کې هم د پاکستان سرحد ته نږدې د مڼې جبې په سيمه کې نظامي تطبیقات تر سره کړل.

په دې نظامي تمریناتو کې، پياده، کمانډو، ضربتي، پوله ساتو او هوايي ځواکونو ګډون درلود او د خپلو درنو او سپکو وسلو وړتيا يې وښوده.

د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستيز ډګر جنرال حبیب حصاري په تمريناتو کې شاملو منسوبينو ته په خپلو خبرو کې وويل: «زموږ نظامي تطبيقات د افغانستان دوستانو او دښمنانو ته بیل بیل پيغامونه لري.»

نوموړي زیاته کړې: «د افغانستان دښمنانو ته دا دى، چې موږ لوړ ظرفيت لرونکي او زړور ځواکونه يو، که چيرې د هیواد او ولس دښمنان د جنګ نه لاس وانخلي، له منځه به يوړل شي.»

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخیل په خپل ټوېټر لیکلي، چې تر دې وړاندې امنیتي ځواکونو د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ او پکتیا کې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پوځي تطبیقات تر سره کړي وو.

کندهار کې د پوځي تمریناتو په هکله د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیا شاه محمود میاخېل څرګندونې

افغان ځواکونو په داسې حال کې په سرحدي سیمو کې نظامي تطبیقات پیل کړي چې د پاکستان حکومت په ډیورنډ کرښه اغزن سیم تېر کړی او حتی د رسنیو د راپورونو له مخې په ځینو سیمو کې له فرضي کرښې د افغانستان خاورې ته داخل شوي دي.

دې مسئلې د افغان ولسي وګړو غبرګونونه راپارولي او په بار بار یې د لاریونونو په ترڅ کې له حکومت څخه غوښتي چې د پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي، خو افغان چارواکي یې په هکله پټه خوله دي.

1 COMMENT

  1. لومړی باید افغان دولت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په شکایتی ډول د پاکستان په وړاندی اعتراض وکړی دا اعتراض باید تکراری بڼه غوره او همدارنګه هند ته هم ووایه چی پروسی ته آدامه ورکړه نو کوښښ دی وکړی چی ایران ته ووایی چی پاکستان د پوځ مشر سعودی څخه مالی مرسته اخلی او داعش او جیش العدل ډله د ایران او داعش هم د ایران ، روسیی او چین او افغانستان ولس په وړاندی تقویه کوی نو کیدای شی پدی برخه کی روسیه هم د افغان دولت سره همغږی شی نو کیدای شی پاکستان پدی پوه شی چی ایران او روسیی په مقابل د افغان دولت سره د دوی همغږی د پاکستان بربادی نو بیا د یادو جنګی ډلو له نظامی او مالی مرسته لاس واخلی او په سیمه او نړی سوکالی او آرامی راشی نو افغانان به بیا د ژبی بی کوتکه له پاکستان پوځ سره د نړیوالی محاکمی په حضور کی خبری او فیصلی کوی (خدای کول دا ورځ راتلوونکی ده دا ۴۰ یا ۴۳ کاله افغان ولس وژل عادی خبره نده)

    ولس ویښ ده خو که افغان دولت لږ پوه شی چی انګریزان او روسانو په وړاندی همدا ولس جهاد کړی د همدی امان الله خان ننګه همدی افغان ولس کړی چی انګریزانو بیا د افغانانو خپلواکی په زور منلی
    همدا روسان لاړل او پوه شو چی د افغانستان خاوره لاندی کول هیڅ ځواک نشی کولی

    تاسی یاد ساتی چی امریکا به هم خپلو ملګرو یا متحدینو ته ووایه: (چی موږ ډیر بی وزله او بیچاره افغانان د طالبانو په نوم وژل او بندی کول مګر پدی پوهیدو چی طالبان مرکزونه او روزنه د امریکا په ډالرو په کویټه او میرانشاه او پیښور کی کیدله مګر امریکا ورته هیڅ هم نه ویل)
    مګر افغان ولس به ددی وژل شویو افغانانو پوښتنه له نړیوالی محکمی کوی چی اوس وخت کی امریکا یی د څیړنی مخنیوی کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب