جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد بین الافغاني خبرو د ځنډیدو ګنګوسې راپورته شوې

د بین الافغاني خبرو د ځنډیدو ګنګوسې راپورته شوې

تاند(یکشنبه، د اسد ۲۶) د طالبانو او افغان حکومت ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې تر اوسه د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او نېټې په تړاو څه نه دي ویل شوي.
دا پروسه تر دې وړاندې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د نه خوشي کېدو پر سر رامنځته شوو خنډونو ځنډولې وه.
ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و چې دی د یادو خطرناکو ۴۰۰طالب بندیانو د خوشي کېدو صلاحیت نه لري او د دغه کار لپاره یې لویه جرګه راوبلله.
د دې جرګې د پرېکړې له مخې به د طالبانو پاتې بندیان خوشي کېږي او تر هغه وروسته به د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.
طالبان وایي، که د دوی پاتې بندیان ازاد شي، دا ډله په یوه اونۍ کې له حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو ده.
خو افغان حکومت وایي چې طالبان اوس په نویو پلمو سره غواړي چې د سولې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب