دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورموږ او ولې | محمد مصطفی سمون

موږ او ولې | محمد مصطفی سمون

د دې خبرې سر لاري موږ خپله یو، چې له څه څخه څه پیدا کوو؛ نو پدې خاطر له خبرو مو ولې زېږي، چې دا زېږنده زموږ له ژبني تړاوه پیدایښت مومي.
د ژبې په رسونه کې همدا الفاظ دي، چې د خبرو او مفهوم لپاره لوری ټاکي، یعنې کېدای شي، چې ځینې خبرې په شعوري زموږ له خولې په ذهن کې جوړښت مومي او بیا مقابل لوری راسره د همدې مکالمې له لارې د نورو پټو خبرو لپاره لار پرانیزي.
په ټوله کې داسې نشو ویلی، چې ټول له خولې راوتي الفاظ په شعوري او منسجم توګه راوځي؛ بلکې دا هر څه بل ډول دي، یعنې کېدای شي د حالاتو یا د سیمې زېږنده وي، چې اوس اوس زموږ لپاره په یو ماناداره واحد بدل شوي، چې د تېرو خلکو څخه موږ  ته په فرهنګي زېرمه پاتې دي.
د دې څخه معلومیږي، چې موږ د ولې په داسې ګرد وهلي چاپېریال کې اوسیږو، چې هره شېبه مو د بدلون او نیوکو سره جوخت روان دي.
 ژبنی تړاو مو له داسې مانادارو، بې ماناو الفاظو او نښو سره مخ کوي، چې مخکې له مخکې یې په اړه په فکري محور کې د ژبې تصور نه شو کولای.
د ژبې  د استعمال سره دا توکي هم د مانا لپاره ځایونه پیدا کوي، چې وروسته د ژبې له پراختیا سره د موږ او ولې ترمنځ نیم کښه ور په خلاصېدو کوي.
کله چې د پوښتنو جوپې په خورېدو شي؛ نو د نورو تړاوونو او ژبني عناصرو لپاره هم لار پرانیستل کیږي.
د ژبې په اړه داسې ویل کیږي، چې موږ فطرتاً ژبپوهان یو. ځکه له ماشومتوب نیولې تر لویوالي کولی شو کابو 600 ناخپلواک (کانسونېنټ) او 200 خپلواک (واول) توري، چې د نړۍ ټولې ژبې ترې جوړې دي زده کړو.
د دې خبرې په استناد ویلی شو، چې د انسان په فطري جوهر کې د ژبنیو توکو او ژبني عناصرو ټولغونډ موجود دی؛ خو دا بیا د انسان په دروني ځواک پورې اړه لري، چې دې برخه کې له دغو شته فرصتونو څخه څنګه او څه ډول ګټه پورته کوي.
نو ویلی شو، چې د موږ او ولې په درون کې دا فکر کول پکار دي، چې فکري محور ته په خپل ژبني محور کې د خبرو لپاره کوم ځای وټاکو او د هرې شوې وینا تر شا پټې مرغلرې څنګه پرانیزو.
د ولې او موږ تر څنګ په دې باندې ځان پوه کول پکار دي، چې ژبه د انساني ژوند لپاره څومره ګټوره وسیله او د نورو وګړو سره د وصلېدو په اړه څومره ژوره تګلاره ټاکي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب